Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان د افغان جګړې پای سیاسي حل لار بولي

د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان سې‎شنبې( د مرغومې په ۱۵مه نېټه) پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخواني سفري، کامرون مونتر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد  یې په افغانستان کې د جګړې پای په پار له سیاسي حل لارې ملاتړ کوي او هغه یوازېنۍ د حل لار بولي.

انټرنېشنل ډي نیوز خبري آژانس په خپل یوه راپور کې ليکلي دي چې ښاغلي خان په دې لیدنه کې د پاکستان د اقتصادي پروګرامونو د پلې کېدو لپاره په سیمه کې امن مهمه بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز د پاکستان او امریکا ترمنځ په پیاوړې اړیکې هم ټینګار کړی او پر باور ولاړه اړیکه یې مهمه بللي ده.

عمران خان همداراز ويلي دي چې لومړي توب یې د پاکستان خلکو په ژوند کې د ټولنیز اقتصاد او د سرچینو عادلانو ویش پر اساس، اساسي بدلون راوستل دي.

په همدې حال کې پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر پاکستان کې خپله کاري دوره ارزښتناکه بللې ده.

ده همداراز د پاکستان او امریکا ترمنځ د پیاوړو اړیکو ملاتړ کړی دی.

 دې امریکايي ديپلومات پاکستان په سیمه کې د امریکا موخو لپاره مهم هېواد بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د اسلام آباد او امریکا متحده ایالاتونو ترمنځ پر باور ولاړو اړیکو باندې هم ټينګار کړی دی او پر ولاړه اړیکه یې ارزښتناکه بللې ده

شریک یي کړئ