Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني؛ چارواکي وايي طالبانو نه يې ایرانۍ وسلې نیولې

د غزني چارواکي وايي ښار ته څېرمه يې د طالبانو یو پټنځي نه ایرانۍ وسلې موندلې دي. 

د غزني امنیه قومندان غلام داود تره خېل وايي، دا وسلې ډېرې نوې دي: «ایران جوړې کړي، چې د جګړې د دوام لپاره راوړل شوې وې.»

د غزني والي هم ورته څرګندونې لري، وحیدالله کلیمزي وویل: «شاوخوا نهه میله سپکې او درنې وسلې چې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلې، ایرانۍ دي.»

د کورنیو چارو وزارت وايي دوی په دې اړه پلټنې روانې کړې دي، خو پایلې ته نه دي رسېدلي. 

د دې وزارت ویاند نجبیب دانش وویل: «امنیتي دستګاه څېړنې پیل کړې، تر اوسه يې وروستۍ پایله په لاس کې نه لرو، چې پایلې يې وروستۍ شوې، له تاسو سره يې شریکوو.»

وړاندې تر دې د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي برایان هوک ویلي و، چې هلمند کې افغان امنيتي ځواکونو ته له طالبانو داسې وسلې په لاس ورغلې دي، چې ایران کې جوړې شوې دي. 

هغه وخت په کابل کې د ایران سفارت او طالبانو دواړو دا څرګندونې رد کړې، خو د غزني د ځايي چارواکو د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه نه ایران او نه هم طالبانو څه ویلي دي.  
 
نجبیب دانش وویل: «امنیتي دستګاه څېړنې پیل کړې، تر اوسه يې وروستۍ پایله په لاس کې نه لرو، چې پایلې يې وروستۍ شوې، له تاسو سره يې شریکوو.»

شریک یي کړئ