Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: اسلام اباد، تهران او مسکو زموږ د ولسمشر د ټاکلو حق نه لري

ولسمشر غني د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو په غبرګون کې وايي چې دا طرحه له هېواده بهر جوړه او په افغانستان کې د تطبیق وړ نه ده.

ښاغلی غني زیاتوي هغو کسانو چې هېواد کې د لنډمهاله حکومت جوړېدو وړاندیز کړی، له خلکو وېره لري.

هغه زیاته کړه:«د افغانستان ولسمشر افغانان ټاکي، اسلام اباد، تهران او مسکو د هغه د ټاکلو حق نه‎لري. هغوی چې له خلکو وېره لري، د لنډ مهاله حکومت په اړه خبرې کوي، بهرنۍ طرحه او له افغانستانه په بهر کې جوړه شوې طرحه په هېواد کې ناکامه ده.»

ولسمشر خپله دغه وینا د جمعې پر ماښام (د کب په ۳ مه نېټه) په ارګ کې د زابل، هلمند، ارزګان او کندهار له ځينو ځوانانو سره په لیدنه کې بیان کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش هم وویل چې د لنډمهاله حکومت جوړېدل هېواد تېر وخت ته ستنوي.

که‎څه هم هغه د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ټينګار یې وکړ چې د سمې هېوادونه باید د سولې په نامه خپله نیابتي جګړه پر افغانستان تحمیل نه کړي.

ولسمشر غني همدارنګه «د هلمندي سوله غوښتونکي کاروان» څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان کوټې ته ولاړ شي او خپلې غوښتنې هغوی ته وړاندې کړي.

هغه څرګنده کړه:«د هلمند د سولې غوښتنې کاروان راغی او د هغوی د غوښتونو پر بنسټ، ما له هغوی سره د واټ پر سر ولیدل، غوښتنې مې واورېدې، اوس دې کوټې ته ولاړ شي او طالبانو ته دا ووايي چې موږ له ولسمشر سره ولیدل او هر وخت کولای شو له ولسمشر سره ووینو، تاسې ولې له موږ سره نه وینئ او زموږ غوښتنې نه اورئ؟»

د هلمند سوله غوښتونکی کاروان، سږکال په وري میاشت کې له هغې وروسته رامنځته شو، چې د هلمند په یوه لوبغالي کې د چاودنې له امله ۱۶ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.

دا کاروان چې له ځوانانو جوړ دی، د ناامنیو او جګړې د دوام په اعتراض کې رامنځته شوی او د هغه غړي د هلمند - کابل او کابل - مزارشریف لارې یې پلي کچ کړې. د هغوی اصلي غوښتنه اوربند، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې دي، چې د طالبانو له خوا رد شوي دي. 

طالبانو، له افغان حکومت سره خبرې اترې هم رد کړې دي؛ په داسې حال کې چې له امریکا سره یې څلور ځله او له افغان سیاستوالو سره هم یو ځل لیدلي او د سولې په اړه یې خبرې کړې دي.

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ، یو ځل بیا د قطر په مرکز دوحه کې طالب او امریکايي استازي سره کېښني او خبرې اترې وکړي.

ولسمشر خپله دغه وینا د جمعې پر ماښام (د کب په ۳ مه نېټه) په ارګ کې د زابل، هلمند، ازرزګان او کندهار له ځينو ځوانانو سره په لیدنه کې بیان کړې.

شریک یي کړئ