Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني: اوس مهال د سولې لپاره لوی فرصت لیدل کيږي

ولسمشر غني وايي اوس مهال افغانستان کې د سولې لپاره ښه زمینه برابره شوې او یوازې منتخب حکومت کولی شي ترې ګټه پورته کړي.

ښاغلي غني نن(سې‎شنبې د وري په ۶مه نېټه) د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې، فدریکا موګریني سره د خبري ناستې پرمهال د سولې مشورتي لویې جرګې ته په اشارې وايي چې په کې به خلک د سولې په اړه خپلې پرېکړې وړاندې کړي.

ولسمشر همداراز وویل:«سوله او د جنګ پایته رسېدل هغه فرصت دی چې خلک به په کې شامل وي او مشورتي لویه جرګه خلکو ته دا فرصت ورکوي چې خپل راتلونکی په ازاده او اساسي توګه په خپله وټاکي.»

ولسمشر غني ملي یووالی، د سیاسي اجماع رامنځته کول او  سیاسي حل لاره د جنګ د پایته رسولو لپاره مهمه وګڼله او وې ویل:«نن سوله د افغانانو په ملي بحث بدله شوې او دا بحث ادامه لري او د هغه بحث په چوکاټ کې چې په لویه مشورتي جرګه کې به ترسره شي، زموږ راتلونکي اقدامات ترسره کېږي.»

ښاغلي غني څرګنده کړه، چې تر هغې چې افغانستان کې ټیکاو رانشي، په آسیا کې ټیکاو نشي راتلی.

ده وړاندې وویل:«‎افغانستان د اسیا په زړه کې قرار لري او تر هغو چې د اسیا زړه ثبات ونه لري، په اسیا کې ترلاس لاندې د تحول لویه پروسه نشي ترسره کېدی. پر دې بنا انګېزې باید له منفي څخه په مثبت بدلې  شي او د سیمه ییزو اړیکو پروژو تمویل او مرسته کې د اروپایي ټولنې تعهد د انګېزې په بدلون کې یو لوی ګام دی.»

په خبري ناسته کې مېرمن فدریکا موګریني د سولې خبرو په تړاو وویل چې افغانستان کې سوله د بحث اصلي موضوع ده.

هغې وړاندې وویل::« مخکېنیو کلونو کې چې زه افغانستان ته راغلې وم، د سولې خبرې نه کېدې، خو نن افغانستان د تاریخ یو حساس پړاوو کې دی او سوله په اصلي بحث بدله شوې ده او دا د  جمهوررئیس غني د زړورنوښت پایله ده او دا چې د سولې بحث جدي شو، دا د جمهوررئیس غني لیدلوری دی.»

هغې زیاته کړه، د دې وخت را رسېدلی چې ټول افغانان خپل راتلونکی او د سولې برخلیک په لاس کې واخلي.

 نوموړې وویل د طالبانو له لوري منل شوي اوربند او له حکومت سره د هغوی د مذاکراتو پیلولو، د همه شمول مذاکراتي ټیم ایجاد چې د ښځو د استازو په ګډون د ټولنې د ټولو اقشارو استازیتوب وکړي، د تېرو اتلسو کالو د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو په برخه کې  د شته لاسته راوړنو ساتنه او پیاوړتیاکې اروپایي ټولنه د افغانستان ترڅنګ ده.

غني وايي د سولې مشورتي راتلونکې جرګه به افغانانو ته د دې فرصت ورکړي تر څو د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي

شریک یي کړئ