Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: خلک به له جمهوري نظامه تېر نه شي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان خلک به له جمهوري نظام څخه تېر نه شي.

محمد اشرف غني چې نن (شنبې د زمري په ۲۶مه)د کابل مېشتو ترمنځ خپله یوه غونډه کې چې د لویې جرګې د خیمې تالار کې جوړه شوې وه ټینګار وکړ، چې خلکو جمهوریت منلی او دا د خلکو ټاکنه ده.

ښاغلی غني وايي، له طالبانو سره به د سولې مسله هم لکه د حزب اسلامي په څېر څو میاشتو کې حل کړي.

ولسمشر ته نوماند محمد اشرف غني وویل:«مسله د امارت نه دی، مسله طالبان دي. او نن نه ښځه او نه هم سړی او نه هم ماشوم او نه هم ځوان له طالب وېره لري... د حزب اسلامي مسله مو په څو میاشتو کې حل کړه، د طالبانو مسله هم سبا حل وو.»

غني په دغې غونډه کې د کابل مېشتو ترمنځ د مذهبي ډلو پر یووالي ټینګار کوي:«نور افغان کډوال کېدای نه شي! زموږ کډوال بېرته راستنېږي. موږ دربدره کېدای نه شو. نور څوک د افغان غیرت او عزت او د افغان هزاره غیرت او پت نه شي اخیستی.»

په دغې غوڼده کې د دغې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح هم د راتلوونکي نظام  په اړه خبرې وکړې، خو هغه ټینګار وکړ چې طالبانو ته به امتیاز ورنه کړي.

د دولت جوړونکي ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح څرګنده کړه:«غوښتل یې چې یو ګنګ د ستر ملت په مشرۍ چې د تاریخ بل لوری یې مولانا دی او دا لوری یې هغه شخصیتونه دي چې د هغوی نومونه مو یاد کړل؛ دلته موږ ته ننګ دی چې د تبلیغاتي فضا لاندې ووېرېږو چې طالبان راغلل او ورته امتیاز ورکړو؛ اصلاً نه!»

د هزاره مېشتو سیمو د امنیت تامین، متوازن انکشاف او همدا ډول بامیان کې د یوه صنعتي ښارګوټي جوړول له دې خلکو سره د ولسمشر له ژمنو دي.

غني: خلک به له جمهوري نظامه تېر نه شي

ټاکل شوې چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه