Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: مشورتي بورد د سولې د ځانګړې پتې په موخه جوړیږي

د سولې بهیر د پرمختګ لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅه سره هم مهاله ولسمشر غني له سیاسي ګوندونو، سیاسي څېرو او خلکو سره د خپلو مشورتي ناسته لړۍ پیل کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپانې له مخې ولسمشر غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې نن(یک شنبې د لړم په ۲۷مه نېټه) له غرمې مخکې د اهل سنت هزارګانو سراسري شورا له استازو سره ولیدل.

خبرباڼه کې راغلي دي:« د سولې مشورتي بورډ د ایجاد موخه د سولې مذاکراتو ته چمتووالی او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د واحد جهت او مشخص ادرس رامنځته کول دي.»

د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا غړی محمداسماعیل خان تيره ورځ طلوع نیوز ته وویل چې له ولسمشر نه یې غوښتنه کړې چې د سولې مشورتې بورډ باید د سولې له عالي شورا سره موازي نه وي.

هغه همداراز زیاته کړې ده چې د سولې عالي شورا باید لغو نشي.

ولسمشر غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې نن له غرمې مخکې د اهل سنت هزارګانو سراسري شورا له استازو سره ولیدل

شریک یي کړئ