افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د سولې په اړه د سیمهييزې اجماع له جوړېدو پرته له طالبانو سره هوکړې ته رسېدل به ډېر وخت ونیسي.
ښاغلي غني، چې نن بېشکک کې، د شانګهای همکاریو سازمان په نولسمې غوڼده کې وینا کوله وویل چې افغانستان د سولې راوستو لپاره د یوې نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د همغږۍ رامنځته کېدو په حال کې دی.
هغه کهڅه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ټینګار کوي چې له دغو هېوادونو سره دې د طالبانو اړیکې چې د هغه په وینا د طالبانو ملاتړي دي، له منځه یوړل شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:«موږ سیاسي حل لارې لپاره د امریکا ژمنه معتبره ګڼو او د سولې لپاره د نړیوالۍ ضروري اجماع د جوړېدو لپاره د همغږۍ په حال کې یوو، خو د سولې لپاره له سیمهییزې اجماع او د طالبانو له ملاتړو سره د هغوی تړاو موضوع له حل پرته، په دې برخه کې پرمختګ به ډېر وخت ونیسي.»
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره باید منظم چارچوکاټ جوړ شي هغه چارچوکاټ چې د هغه په وینا سیمهییزې او نړیوالې اجماع ته اړمنه ده.
افغان ولسمشر څرګنده کړه:«فرصتونو او ګواښونو ته په پام سره، موږ لاندي موردونه وړاندیز کوو؛ لومړی: کهچېرې وغواړو چې د سولې په اړه څو ډلګۍ ته ځیر شو، د سولې لپاره باید یوه سیمهییز او نړیوال ایتلاف رامنځته شي څو دغه ایتلاف د خبرو اترو او مذاکرې لپاره یو منظم چارچوکاټ رامنځته کړي.»
ښاغلي غني وویل چې ترهګري، جګړه او نشهيي توکي نه یوازې افغانستان بلکې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېواد هم ګواښي او همدارنګه افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د نشهيي توکو ډېرې کارخونې له منځه وړي دي.
ولسمشر د افغانستان جګړه څو اړخیزه بولي او وايي چې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدل کولای شي په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.
د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان له بندخونو د نهه سوه طالبانو بندیانو د ازادېدو حکم صادر کړی دی. رپوټونه رسوي چې کابو ۵۰۰ تنه دغه بندیان ازاد کړل شوي دي.
له دې سره جوخت، طالب اورپکي د هېواد په ځينو برخو کې له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي. غني وايي طالب بندیان یې د سولې مشورتي جرګې د ګډون کوونکو پر مشوره ازاد کړل، خو ځينې ګوندونه او پوځي کارپوهان، د طالب بندیانو ازاېدل هغه هم په اوسنیو شرایطو کې، منطقي نه بولي.
له دې ټولو سره، د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې دوام لري. هغه چې د سولې په اړه سیمې او نړۍ ته د خپل سفر اوم پړاو په لړ کې افغانستان کې دی، د ورځې له افغان سیاستوالو او عادي وګړو سره سولې ته د رسېدو په اړه سلامشورې کوي.
هغه تراوسه څه باندې شپږ ځله له طالب استازو سره لیدلي دي. تمه کېږي چې د سفر په دغه پېر کې هم په دوحه کې له طالب استازو سره وویني.