Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: هغه سوله چې تل‎پاتې نه وي، د منلو نه ده

ولسمشر غني وايي د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي او هيڅوک نشي کولی چې دا بهیر د افغانستان پر خلکو وتپي.

ښاغلی غني زیاتوي هغه سوله چې "تحمیلي" وي د منلو نه ده:«هغه سوله چې تل پاتې نه وي، هغه سوله پر موږ څوګ نشي تپلی او داسې سوله د منلو نه ده.»

ولسمشر غني دا خبرې نن(پنجشنبې د کب په ۹مه نېټه) د سولې په تړاو د افغانستان د ښځو ملي اجماع په ناسته کې چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو په قطر کې له تېرو دریو ورځو د سولې پر خبرو بوخت دي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیزاد له طالب استازو سره د دوحې درې ورځنۍ ناسته پایله‎بخښونکې بولي.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټوټير پاڼه کې پنج‎شنبې(د کب په ۹مه نېټه) ليکلي دي چې دوی درو ورځو کې رغنده خبرې درلودې او ورو ورو به د سولې پر لور خپل ګامونه پورته کوو.

هغه وايي چې دواړه لوري به د شنبې تر ورځ خپلمنځي بحثونه ولري تر څو د شنبې په ورځ بیا خبرې پیل شي.

ښاغلي خلیلزاد څرګنده کړې چې دوحه کې د خبرو د دوام ترڅنګ په کابل کې هم د مرکچي پلاوي په جوړېدو کې پرمختګ شوی دی تر اوس دا پلاوی له طالبانو سره بین الافغاني خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د سولې مشورتي ملي جرګې جوړلو ته چمتووالی نیسي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، محمد عمر داوودزی د کب په ۶مه نېته وویل ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي جرګه کې کاو دوه زره کسان د هېواد له ګوډ ګوډه ګډون وکړي او ۳۰ سلنه به یې ښځې وي.

ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي لویه جرګه د روانې کب میاشتې په ۲۶ مه پیل او تر ۲۹مې به دوام وکړي، د جرګې ګډون کوونکي به له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د څرنګوالي په اړه بحث وکړي.

این گفته‌های آقای غنی در حالی مطرح می‌شود که پنجمین دور گفت‌وگوهای ایالات متحده و طالبان در قطر برای سه روز برگزار شد.

شریک یي کړئ