Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې د طالبانو د لازیات نفوذ مخنیوي لپاره د ځايي چارواکو هڅې

د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالب جنګیالیو د ډېر نفوذ د مخنیوي لپاره لازمې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي چې د دغه ولایت په ډېریو برخو کې په ځانګړې توګه د میمنې ښار په اړوند سیمو کې ډېرې پوستې رامنځته شوې دي.

هغه وايي چې په دغه ولایت کې به ډېر ژر د ملي پوځ ځواکونو شمېر به زیات شي. د هغه په وینا، په فاریاب کې د ملي پوځ یو ځانګړی واحد هم ځای پر ځای کېږي.

ښاغلي فایق په دې اړه وویل:«موږ منو چې په دې درې کلونو کې، د فاریاب ډېرې سیمې مو له لاسه ورکړي، خو موږ نه پرېږدو چې نور هېڅ سیمه سقوط وکړي او موږ خپل ځان ډال کوو او له ټولو هڅو څخه استفاده کوو... حتا اجازه نه ورکوو چې څوک د جګړې لپاره د میمنې په لور راشي.»

د فاریاب مرکز میمنې په ښار څنډه کې له طالب جنګیالیو سره مخامخ جګړې ته تیار لاس په ماشه دي.

په فاریاب کې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ګډ ولسي پاڅوون کوونکي لیدل کېږي.

د ولسي پاڅون کوونکو غړی یارمحمد چریک په دې اړه وايي:«موږ د دولت له خوا د پوستې د سرګروپ په توګه ګمارل شوي یوو. موږ شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې یوو.»

ذبیح الله د میمنې ښار په شاوخوا کې د ولسي پاڅون کوونکو له پنځو ډېرو پوستو مسوولیت پر غاړه لري.

میمنې ښار ته نېږدې غونډیو ته اشاره کوي او وايي چې هلته طالبان نفوذ لري او زیاتوي چې طالبانو ته اجازه نه ورکوي ترڅو له هغې ځایه میمنه په نښه کړي.

ذبیح الله څرګنده کړه:«دا سیمه لومړۍ کرښه ده. موږ ستومانه شوي یوو. ډېر کسان ترور شوي. موږ دلته د وطن له دښمن سره د مبارزې لپاره راغلي یوو... هغوی نه شي کولای ولایت وپرځوي. دا کار نه شي کولای موږ ډاډه یوو.»

همداراز فیض الله دوه کاله مخکې له طالبانو سره د دولتي ځواکونو پر ضد جنګېده، څلور میاشتې وړاندې له دولتي ځواکونو سره یوځای او اوس‎مهال د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

د ولسي پاڅون کوونکو غړی فیض الله وايي:«موږ دلته د خپلو وروڼو (د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو) سره ولاړ یوو، د مخالفانو او هر هغه څوک چې د دغه هېواد دښمن دی، ولاړ یوو او جنګېږو.»

فاریاب په تېرو میاشتو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد و. د دې ولایت اوسېدونکي له ناامنیو اندېښنمن دي او له حکومت غواړي ترڅو د دې ناامنیو مخه ونیسي.

د فاریاب والي وايي چې په دغه ولایت کې به ډېر ژر د ملي پوځ ځواکونو شمېر به زیات شي. د هغه په وینا، په فاریاب کې د ملي پوځ یو ځانګړی واحد هم ځای پر ځای کېږي.

شریک یي کړئ