Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې له طالبانو سره جګړه کې ۲۱ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي

د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي چې د دغو ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۱ دولتي ځواکونه وژل شوي او ۲۴ تنه نور ټپيان دي.

د فاریاب ولايتي شورا رییس محمد طاهر رحماني زیاتوي چې دغه نښته د شنبې پر شپه د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک کلي کې پیل شوې چې طالبانو د دولتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.

هغه زیاته کړه چې دا امنیتي پوسته، څو ځله د طالبانو له خوا په نښه ښوې ده.

 د رحماني په وینا، ۴ تنه امنیتي ځواکونو د طالبانو لخوا نیول شوي او طالبانو د دولتي ځواکونو یو اندازه وسلې هم له ځان سره وړي دي.

په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي چې د امنیتي او طالبانو  ترمنځ جګړې د درې ساعتونو لپاره دوام وکړ چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات په واک کې نشته.

شریک یي کړئ