امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳مه) د دې پخلی کوي چې د هغوی د ځانګړو ځواکونو سرتېری په فراه کې د یوې نښتې په پایله کې وژل شوی دی.
امریکايي ځواکونه وايي چې ۴۰ کلن جېمز ریان سارټر د شنبې په ورځ په فراه ولایت کې د یوه عملیات په لړ کې د ترهګرۍ ډلې د ډزو په پایله کې ټپي، خو وروسته ساه ورکړه.
دا سرتېری د امریکا د ځانګړو ځواکونو په چوکاټ کې په کابو تېرو درې کلونو کې افغانستان کې په خپل دویم ماموریت بوخت و.
سارټر په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا له ملي پوځ سره یوځای او څو ځله افغانستان او عراق ته تللی و.
دوه اوونۍ مخکې هم په افغانستان کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
په افغانستان کې د امریکې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۲۴۰۰سرتېري په هېواد کې د جګړې په پایله کې وژل شوي دي.