Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه کې د نجونو د ښوونځي سوځول

د فراه مرکز په تیوسک سیمه کې تېره شپه(یک‎شنبې د مرغومې په ۳۰مه نېټه) وسله‎والو د شهید بنفشې په نامه د نجونو منځنۍ ښوونځی سوځول شوی دی.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مرستیال، محمد صادق حلیمي وايي د ښوونځي ډېرۍ ښوونیز توکي زیانمن شوي دي.

ښاغلی حلیمي زیاتوي چې په دې ښوونځي کې کابو زر نجونو له لومړي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کولې.

فراه د هېواد په لویدیځ کې له نا امنو ولایتونو شمېرل کېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې افغان ځواکونو په کې خپل پوځي عملیات زیات کړي دي.

فراه کې د نجونو د ښوونځي سوځول

د فراه د پوهنې ریاست مرستیال وايي په دې ښوونځي کې کابو۱۰۰۰ نجونو له لومړي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کولې.

شریک یي کړئ