Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۱۶طالب وسله‎والو وژل کېدل

د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طالب وسله‎واول وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.

په فراه ولایت کې د ظفر قول اردو د دوهمې لوا مطبوعاتي مسوول، حشمت الله احمدي وايي سلکونو طالب وسله‎والو د یاد ولایت د پشت رود ولسوالۍ په ګجګین، تپه شېران او تپه ماده‎ګانو سیمو کې بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شول.

ښاغلی احمدي وايي د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې طالبانو ته درنه مرګ وژبله واوښته.

دی وړاندې وايي په سیمه کې له طالبانو دوه کړۍ ماینونه هم پاتې شوي وو چې د افغان ځواکونو لخوا شنډ شول.

د فراه کې د پوځ مسوولین وايي چې په دې نښته کې یوه افغان سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان دی.

طالبانو دا ادعا نه ده منلې.

د فراه کې د پوځ مسوولین وايي چې په دې نښته کې یوه افغان سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان دی

شریک یي کړئ