د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان د یوه ورځني سفر لپاره قطر ته تللی دی. پاکستاني چارواکي وايي ښاغلي خان به د قطر له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وکړي.
عمران خان تېره ورځ(دوشنبې سلواغې په لومړۍ نېټه) دوحې ته ورسید.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی هېواد دی او له همدې کبله لومړي وزیر عمران خان د دوه اړخیزو اړیکو او نورو مسایلو ترڅنګ د قطر له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وکړي.
ښاغلي قریشي ویلي، اسلام اباد او دوحه غواړي چې له طالبانو سره د خبرو په بهیر کې ونډه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان لا ډېرو هڅو ته هیله مندي ښودلې ده.
زلمي خلیل زاد تېره اوونۍ(د مرغومې میاشتې په ۲۹مه نېټه) پاکستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې وویل، په پاکستان کې له چارواکو سره ښې لیدنې ترسره شوې دي او د افغانستان سولې لپاره د پاکستان هوډ ستايي.
ښاغلي خلیل زاد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې اوس په سمه لاره کې دي او د پاکستان لا ډېرې هڅې به د افغان سولې په بهیر کې اغیزناکه تمامې شي.
په همدې حال کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو د بندون په اړه د ګنګونسو زیاتېدو سره طالبانو ویلي دي چې هغوی د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړنۍ نېټه) د قطر په پلازمنې دوحه کې له امریکايي استازو سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر کې لیکلي چې په دغې لیدنه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې دي. هغه ویلي چې دا لیدنه به سبا ته هم وغځول شي.
خو څرګنده نه ده چې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره چا لیدلي دي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد له ګومارلو تراوسه د قطر په دوحه او د اماراتو په ابوظبۍ کې له طالب استازو سره لیدلي دي.