په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو د اووم پړاو درېیمه ورځ، کابل کې د طالبانو له برید سره هممهاله مخته ولاړه.
افغان حکومت او د سولې عالي شورا له طالبانو غواړي چې د سولې خبرو اترو د بریالیتوب لپاره پر ولسي برخو له بریدونو لاس په سر شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په اړه وویل:«ننی برید د دې ښودنه کوي چې طالبان لا هم د سولې په اړه بې پروا دي.»
د طالب او امریکايي استازو خبرو اترې د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۰مه) په دوحه کې پیل شوې. د دغو خبرو اترو له پيل یوه ورځ وروسته طالبانو د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په یوه پوځي مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې څه باندې لس تنه د ټکانو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو په ګډون ووژل شول.
د دغو خبرو اترو په درېیمه ورځ، دغې ډلې یو ځل بیا په کابل کې د شپاړسمې حوزې په اړوند سیمه پل محمود خان کې د دفاع وزرات پر لوجسټیکي مرکز برید وکړ؛ په دغې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او کابو سل تنه نور ټپيان دي.
داسې مهال چې بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ ژر د سولې خبرو د پیل په اړه خبر ورکوي، خو قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي، د بهرنیو عسکرو د وتو د مهالوېش له مشخصېدو وروسته به دا ډله بین الافغاني خبرې وکړي، خو دې ډلې بیا هم له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي څرګنده کړه:«افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره له قید او شرط پرته له طالبانو سره سولې ته چمتو دی؛ خو په دغو خبرو اترو کې د افغانستان لاسته راوړنې باید خوندي شي.»
خو د سیاسي ډلو یوه اندېښنه دا ده چې افغان حکومت لا د سولې خبرو لا هم یو هر اړخیز پلاوی نه دی ټاکلی.
د نوي ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وویل:«د حکومت څو استازي د سیاستوالو په چوکاټ کې یوځای وي او هره غوښتنه چې ولري هلته یې مطرحه کړي.»
له دې وړاندې د مشورتي لویې جرګې غوښتنه هم له حکومت همدا وه چې د سولې خبرو لپاره ټول ګډون پلاوی وټاکي، خو که څه هم د دې جرګې له جوړېدو دوه میاشتې تېرې شوې، مګر حکومت لا هم دا غوښتنه نه عملي کړي.