Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې طالب چارواکو سره د امریکا د استازې لیدل

د یو شمېر امریکایي رسنیو د راپورنو له مخې د سوېلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په قطر کې د طالبانو له سیاسي غړو سره لیدنه کړې ده.

وال ستریت ژونال د امریکایي چارواکو له خولې لیکلي، په دغه لیدنه کې د سولې خبرو ته د طالبانو د زړه راښه کېدو جدي نښې لیدل شوې دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې مېرمن ولز د امریکايي پلاوي مشري په غاړه لرله. او دغه پلاوي په قطر کې له طالبانو د سیاسي کمېسیون ل غړو سره لیدلي دي.

د وال ستریت ژورنال رپوټ پر بنسټ د طالبانو سیاسي دفتر په دې اړه څه نه دي ویلي. او همدارنګه مېرمن ولز هم په دې اړه خپل لیدلوری څرګنده کړی نه دی.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو استازی وايي:« د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو لپاره له ټولو لارو کار اخیستل کېږي او د سولې د خبرو په بهیر کې یې د افغان حکومت د مالکیت په اړه ډاډ ورکړي.»

د سولې عالي شورا دا هڅې د سولې د خبرو د پيلېدو لپاره بولي او د دې بهیر په ګټه یې ګڼي.

تراوسه طالبانو او په کابل کې د امریکا سفارت، په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر تړل کېدو ټینګار کاوه، خو اوس یوه حکومتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وایي په اوسني وخت کې افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو له غوښتنې لاس اخیستی دی.

شریک یي کړئ