نظام الدین قیصاري، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته ګواښ کوي چې حساب و کتاب به ورسره وکړي.
قیصاري چې د ملي امنیت له بند تر ازادېدو وروسته، نن (جمعه د وږي په ۱۵مه) مزارشریف ته تللی یوې غونډې ته یې وینا کې ویلي، دی د جنرال دوستم د دسیسو له کبله نیول شوی و.
هغه زیاتوي:«زه چې مزار ته راغلی یم، تراوسه جنرال دوستم یو مېلیون ډالر لګولي چې قیصاري له دې ځایه ورک کړي. ما له منځه نهشې وړی!... تر څخه حساب اخلم انشاالله. تا (جنرال دوستم) څلوېښت کاله کېږي چې په خلکو دې معاملې کړې دي، څلوېښت کاله کېږي د خلکو وینې دې څکلي! انشاالله له تا حساب اخلم.»
نظامالدین قیصاري د جنرال دوستم له وفالرونکو کسانو څخه وو او یوه موده د ملي امنیت په بند کې تېروي. خو د ملي امنیت له بنده تر ازادېدو وروسته اوس یې له جنرال دوستم سره اړیکې ترینګلې شوې دي.
نوموړي جنرال دوستم په معامله ګرۍ تورن کړی او ادعا یې کړې چې دوستم نور د ترک ټبرو تر منځ خپل ځای بایللی او دی به د دوستم ځای ونیسي.
ښاغلی قیصاري څرګندوي:«پوهېږئ چې پر ما چا معامله وکړه.... له خپل مقامه وېرېدلی، له ما وېرېدلی! وايي ځای مې نیسي، هو! نیسم یې.»
ښکاره دا غنډه د نظام الدین قیصاري لهخوا د جنرال دوستم پر ضد جوړه شوې ده.
خو د جنرال عبدالرشید دوستم دفتر وايي، نظام الدین قیصاري د یو شمېر کړیو تر فشار لاندې راغلی دی.
د جنبش ملي ګوند ویاند بشیراحمد تهینج وویل:«د اروايي فشارونو او د برېښنا د جټکو له امله دغه کس (قیصاري) فکري ثبات په بشپړه توګه اغېزمن شوی او هغه ویناوې چې دی یې کوي، هېڅ ډول الزامي منطق نهلري.»