Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ازبکستان څخه د طالبانو پلاوي لیدنه

ازبکستاني چارواکو او د طالبانو یو شمېر غړو(د زمري۲۰مه) ویلي دي چې د طالبانو سیاسي دفتر یوه پلاوي له دې هېواد څخه څلور ورځنۍ لیدنه درلوده او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد سهیل شاهین د بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو سیاسي مشر، شېر محمد عباس ستانکزي د دې ډلې استازې توب په دې لیدنه کې کړی دی.

د بیانیې له مخې دوی دې لیدنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، عبدالعزیز کامیلوف او د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي، عصمت الله ارگاشیف سره هم خبرې اترې کړې دي.

دواړو لورو د امنیت، برېښنان، یو شمېر پروژو او د سولې پر بهیر خبرې شوې دي.

شاهین ویلي دي چې ازبک چارواکو هېواد کې د خپلو پروژو د امنیتي اندېښنو په اړه څرګندونې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په ټویټرپاڼه کې راغلي دي:‎«دواړو لورو د افغانستان سولې په اړه نظر درلود.‎»

دا په داسې حال کې ده چې روسیه او ازبکستان طالبان د داعش ډلې پر وړاندې خنډ بولي، او په دې وروستو کې د اسوشيټډ پرس د راپور له مخې امریکا روسیه طالبانو ته د وسلو په ورکړې تورنه کړې ده.

د امریکا سولې موسسه کې د آسیا پروګرام مرستیال، اندرو وایلدر وايي چې واشنګټن افغانستان کې د سولې بهیر ته د رسیدو په برخه کې د روسیې له ونډې هر کلی کوي.

ده زیاته کړې ده:«که د ازبک چارواکو هڅې د سولې په موخه د طالبانو سره د اړیکو په برخه کې د افغان حکومت سره یو نه وي، نو اغیزه به ونه لري.

افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي

اسوشیټډپرس راپور ورکړی دی چې د داعش شتون د ازبکستان لپاره د اندېښمنه ده، ځکه چې سلګونه وسله وال یې د ازبکستان اسلامي خوځښت تندلارې دي.

تېره اوونۍ افغان ځواکونو ډېر شمېر د داعش ډلې غړي چې ازبکان وو وروسته له دې چې د طالبانو سره نښته کې مخامخ شول، وژغورل.

د یاد خبري آژانس د خبر له مخې چې دا جنګیالیو د سولې بهیر سره  د یوځای کېدو اعلان کړی دی، دا ازبکان ډېر شمېر یې د افغانستان دي چې ترکیې ته د ولسمشر غني لومړي مرستیال، جنرال دوستم له کسانو دي او ترکیې ته د هغه له تګ څخه وروسته، له داعش سره یوځای شول.

دا کسان د جنرال دوستم راتګ څخه یوازې یوه ورځ وروسته تسلیم شوي دي.

له ازبکستان څخه د طالبانو پلاوي لیدنه

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند،ویلي دي چې د طالبانو سیاسي مشر، شېر محمد عباس ستانکزي د دې ډلې په استازې توب له ازبک چارواکو سره لیدلي دي

شریک یي کړئ