Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغان حکومت سره د پاکستان د ژمنو پر پلي کېدو د کابل ټینګار

افغان حکومت تمه لرِ چي امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر سره هم‎مهاله، اسلام اباد هغه ژمنې عملي کړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان سولې بهیر د مرستې په اړه یې کړې وې.

د ولسمشر غني ویاید صدیق صدیقي په هغو ټویټونو کې چې په دې اړه یې کړي دي، ویلي چې پاکستان تراوسه د افغان سولې لپاره په عمل کې څه نه دي کړي.

ښاغلي صدیقي وویل چې ترهګري د افغانستان، پاکستان او نړۍ لپاره واقعي ګواښ دی، او اړتیا ده چې کابل او اسلام اباد له دغې ښکارندې سره د مبارزې لپاره یوه هوکړه‎لیک ولري. 

هغه په دې اړه ویلي:«له پاکستان سره زموږ وروستي بحثونه ګټور وو. د پاکستان د لومړي وزیر لیدلوری دا دی چې یو باثباته، ډموکراټیک او سوله‎ییز افغانستان، د پاکستان د ملي ګټو تامینوونکی دی. که‎څه هم اصلي موضوع‎ګانې مفضلو  بحثونو او ډېر تعقیبت ته اړتیا لري.»

صدیقي زیاتوي:«د عمل په برخه کې، تراوسه هڅې بدلون نه دی راغلی. هغه ازموینه چې د افغانستان د حکومت او خلکو په وړاندې دی، د واقعي او تلپاتې سولې په لور حرکت دی، چې د دوه خپلواکو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو پوله ګڼل کېږي. ترهګري د دواړو هېوادونو او نړۍ په وړاندې واقعي ګواښ دی. د اعتماد جوړونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل ډاډ رامنځته کېدو لپاره یو معتبر او د تایید وړ هوکړه‎لیک ته رسېدل لازمي دي.»

د پاکستان لومړی وزیر د شنبې په شپه په یوه عادي الوتنه کې او له رسمي تشریفاتو پرته واشنګټن ته ورسېد او ټاکل شوې د امریکا له ولسمشر او د دې هېواد له نورو چارواکو سره وګوري.

پاکستاني چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي د افغانستان موضوع د امریکا او پاکستان ترمنځ مهم بحث دی. 

اخوا په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني له طلوع نیوز سره په مرکه کې پر طالبانو د پاکستان د پوځي استخباراتي سازمان د نفوذ او د سولې په خبرو کې د طالبانو د نه خپلواکۍ خبره کوي.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي:«باید ومنو چې ټول طالب مشران په پاکستان کې دي، له پاکستانه په الوتکو کې خبرو ته ځي، له بل ځایه الوتنه نه کوي، د خبرو لپاره د دوی د راتلو اسانتیا د پاکستان لخوا کېږي، په پاکستان کې ښاغلي خلیلزاد ته تضمین ورکړ شو چې له طالبانو سره خبرې کولای شي، ملابرادر د کلونو لپاره په پاکستان کې بندي و او د ولسمشر کرزي د حکومت پرمهال یې د خبرو اجاره نه درلوده، خو دا ځل خوشی شو چې په خبرو کې ونډه ولري، دا هرڅه د دې ښودنه کوي چې طالبان په خپلو کړنو کې بشپړه خپلواکي نه لري او د پاکستان استخبارات پر هغوی د پام وړ نفوذ لري.»

خو ځینې حقوق پوهان د افغانستان پر بهرني سیاست په تېره بیا د پاکستان په وړاندې سخته نیوکه کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه د خپل نوي ماموریت د پيلولو خبر ورکړی او هیله‎من دی چې د خپل ماموریت په دې پړاو کې د افغانستان د سولې په برخه کې لازیات پرمختګ ولري. 

افغان حکومت تمه لري چې دا ځل پاکستان په صادقانه توګه د افغان سولې له بهیر سره همکاري وکړي او په دې درشل کې عملي ګامونه پورته کړي.

شریک یي کړئ