Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د ټرمپ او عمران خان ژمنه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په یوې لیدنه کې دې ته په اشارې سره چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لار نه‎لري، وویل چې د افغانستان د سولې د کړکېچ د حل لپاره له پاکستان سره د امریکا همکاري کارنده واقع شوې دي.

ټرمپ د افغانستان په وړاندې د امریکا د مخکنیو حکومتونو پر سیاستونو نیوکه وکړه او د خپلې کړنې په غوره بللو سره وايي چې ډېر ژر په د افغانستان په اړه ښې خبرونه واورېدل شي.

ښاغلي ټرمپ د پاکستان د نوي مشر ستاینه وکړه او خان یې یو محبوبه لوبغاړی یاد کړ چې د هغه په وینا پاکستان به د ده تر مشرۍ لاندې د ښو پېښو شاهد به وي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان مخکنی حکومت نه د امریکا د مېلیارد ډالري مرستو په خاطر دغه هېواد ته درناوی درلود او نه هم د افغانستان د ستونزو په اړه کار وکړ.

هغه له خوشبینۍ سره وویل چې د ښاغلي خان حکومت د خپل کار له پیله د افغان سولې د تامین په برخه کې د پام وړ او ښه کار کړی دی.

د ټرمپ په وینا امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور کمووالی دوام لري.

عمران خان هم وویل چې افغانستان له هر وخت زیات د سولې ټینګښت ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې په راتلوونکو ورځو کې به طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره د مذاکرې خبرو اترو مېز ته ولاړ شي او سیاسي حل لار پیدا کړي.

له دې لیدنې مخکې، رویټر خبري اژانس په یوه رپوټ کې لیکلي چې ټرمپ به د پاکستان په لومړي وزیر فشار راوړي څو په افغانستان کې د جګړې پای او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

تېر کال، ټرمپ حکم وکړ څو د پاکستان په امنیتي برخو د دغه هېواد مرستې ودرول شي. هغه پاکستان ترهګرو ته د پناه پر ورکړې، درغو او دوکې ورکولو تورن کړی و، خو پاکستان بیا دا ټول رد کړل.

یوه امریکايي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي:«له دغه سفر څخه موخه د افغان سولې بهیر کې د پاکستان د همکارۍ او په خپله خاوره کې د ترهګرو د ځپلو د هڅولو لپاره د امریکې فشار دی.»

هغه زیاته کړه امریکا غواړي پاکستان ته روښانه کړي چې دغه هېواد کولای شي له امریکا سره په هغه صورت کې خپلې اړیکې بیاورغوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

خو افغان چارواکي په دې باور دي چې د سولې خبرې اترې په حساس پړاو کې دي او واشنګټن په افغانستان کې د دایمي اوربند او د افغان حکومت په ګډون د افغانانو ترمنځ خبرو اترو لپاره پر طالبانو د فشار راوړولو په هڅه کې دی. 

شریک یي کړئ