د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ د ناورین له عاملانو څخه د غچ اخیستونو په اړه د ولسمشر وروستۍ څرګندونو توند غبرګونونه راپارولي دي.
خلک وايي چې حکومت، په ځلونو د ترهګرو په ادرس داسې پيغامونه لرلي دي؛ خو تراوسه هېڅ دغه ویناوې په سمه توګه عملي شوې نه دي.
په دغه رپوټ کې په هېواد کې د ترهګریزو پېښو په اړه د ولسمشر ځینې خبرو ته کتنه شوې ده.
له دوه کلونو ډېره موده کېږي چې ولسمشر له هر وسله وال برید وروسته د وسله والو په وړاندې ځینې توند خبرې کوي.
ولسمشر اشرف غني ویلي دي:«پر روغتون برید د افغانستان په ټولو خلکو پر ټولو ښځو برید دی.»
د ولسمشر دغه پیغامونه کله د سولې او جګړې مخلوط دي.
ولسمشر ویلي:«داسې ورځ نه وه چې موږ د سولې پیغام نه وي استولی؛خو له دې سره په ورته وخت کې د الله لارښونه ده کهچېرې چا در باندې برید وکړ،د بریدګرو په وړاندې ټینګ ودرېږئ.»
خو کله هم دغه خبرې یوازې یو لوری لري.
سوال:«هغه چا ته چې دا کار یې کړی پیغام مو څه دی؟»
د اشرف غني ځواب:«غچ»
په دې تازهګۍ کې د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ میرزااولنګ دره کې، ولسمشر محمد اشرف غني د ملکیانو د وژنې په غچ اخیستو ټينګار کوي.
ښاغلی غني وویل:«ژمنه کوم چې زموږ زړور بچیان او دفاعي او امنیتي ځواکونه به د هغوی غچ واخلي.»
دغو خبرو د وسله والو د ځپلو په اړه د حکومت له تګلارې په اړه بېلابېلو لید لوري رامنځته کړي.
د مدني ټولنې غړی عبدالله احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«یا دا چې ولسمشر غواړي د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي،یا دا چې په ملي یووالي حکومت کې د ښي حکومتوالۍ په برخه کې مشخص پروګرام شتون نهلري.»
دغه راز، عام وګړي په هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه پر حکومت کلکې نیوکې کوي.
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد سلیم وايي:«کهچېرې واقعیت ووایم، دغه حکومت د دوه افغانیو په ارزښت هم چا ته کار نه دی کړی، خلکو ته یې دورغجنې ژمنې ورکوي او د دروغو په لاره روان دی.»
د کابل اوسېدونکی تمیم هم زیاته کړه:«دولت ژمنه کوي خو عمل شتون نهلري.»
زدهکړیال محمد شعیب هم په دې اړه څرګنده کړه:«دا ټول د دولت بې کفایتي ښيي او دا د دې لامل کېږي چې خلک له حکومت څخه واټن واخلي.»
په دې وروستیو څو ورځو کې د سرپل ولایت میرزاولنګ له درې بېلا بېل رپوټه ورکړل شوي دي.
هغه کورنۍ چې له دغې درې څخه د سرپل مرکز ته بېځایه شوي، وايي بریدګرو سپین او تور بیرغونه لرل، چې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون يي ملکي وګړي په ډزو ووژل.