Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له حکومتي مشرانو او سیاستوالو سره د خلیلزاد لیدنه

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوشنبې(د وري په ۱۲مه نېټه) په کابل کې له ولسمشر غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، ځېنو نورو سیاستوالو او د مېرمنو له استازو سره ولیدل.

خلیلزاد په ارګ کې له ولسمشر غني سره لیدلي او دې لیدنه کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نه وو.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دواړو لوریو پر سوله خبرې کړي او چې خبرې مخته لاړې شي جزییات به یې هم خپاره شي.

اجراییه رییس خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي خلیلزاد سره یې لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر مخته تګ باندې خبرې کړي.

له دې ټولو سره ښاغلي خلیلزاد خپله هم یو ټوییټ کې ویلي، د عبد رب سول سیاف، حکمت خلیل کرزي،  حضرت عمر زاخېلوال په ګډون ځېنو سیاستوالو او د مېرمنو د ټولنو له استازو سره یې لیدلي.

د خلیلزاد په خبره دا لیدنې یې طالبانو سره د ټول منلي مرکچي پلاوي په جوړېدو ورټولې وې.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد یک‎شنبې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو څرنګوالي په تړاو کابل ته راغی.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې ولیکل چې تر اوسه یې له یو شمېر افغان چارواکو او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، عمرداوودزي سره لیدنه کړې ده.

هغه وړاندي لیکلي چې له افغان چارواکو سره یې د خبرو موضوع د سولې بین الافغاني خبرو ته اړتیا وه.

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې له خپلې پنځمې لیدنې ۲۲ ورځې وروسته کابل ته راځي.د دواړو لورو وروستۍ لیدنې ۱۶ ورځې دوام وکړ او د کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه پای ته ورسېده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له افغانستانه د بهرنیو  ځ واکونو پر وتو سره سلا شول.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دواړو لوریو پر سوله خبرې کړي او چې خبرې مخته لاړې شي جزییات به یې هم خپاره شي

شریک یي کړئ