Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له داعش سره په جګړو کې د کوټ ولسوالۍ د اوسیدونکو زیانمنېدل

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش سره د جګړو پر مهال د سلګونه ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي چې لا هم هماغسې ویجاړ پراته دي.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، شاوخوا دوه کاله کېږي چې قومي پاڅون کوونکو او افغان ځواکونو له داعش ډلې یاده ولسوالۍ پاکه کړې ده، خو لا هم د سلګونه ملکي وګړو کورونه ویجاړ پاتې دي او نه یې دوی د جوړولو وس لري او نه هم د حکومت لخوا ورسره مرستې شوې دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي سره له دې چې د خپلو کورنو له ویجاړیو اندېښمن دي، یو شمېر یې د داعش ډلې له شتون نه ترخې خاطرې هم لري.

ملک چراغ د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه وايي کابو دوه میاشتې یې له شپږو نورو قومي مشرانو سره د داعش په بند کې تېرې کړي چې داعش بیا هغه شپږ قومي مشران وژلي او دی یې زامنو یادې ډلې ته د ۱۵ کلاشینکوفونو د ورکړې په بدل کې خوشې کړی دی.

ملک چراغ وايي له داعش سره بهرني غړي هم وو:«ډېر بد حال وو، په کې بهرني وو، د کونړ، باجوړیان وو چې د زموږ پر سر ولاړ وو، هغه شپه به یې دوه درې تنه ویستل او وژل به یې. موږ باندې یې څلورو قاضیانو فیصله کړې وه چې دوی محلي پولیس او اردو جوړه کړې ده او مرګ یې جایز دی، په موږ هسې خدای رحم کړی دی.»

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي له جګړو د خپلو ورانو کورنو د بیا رغونې لپاره د دولت د مرستې په تمه دي.

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی، سردار وايي:«مرسته خو نه ده شوې، کورونه ټول کنډر پراته دي، څوک په خیمو کې پراته دي، او څوک په نوي جوړو شویو دوکانونو او څوک په کابل کمپ کې پراته دي، که مرستې هم وشي دوی ته نه رسیږي.»

د کوټ ولسوالۍ بل اوسېدونکی، محمد ظاهر زیاتوي:«موږ سره چا مرسته نه ده کړې او څوک په یو ځای او بل ځای پراته دي. زموږ کور د داعشیانو په وخت کې وران شو، خو کمک نه دی شوی.»

د ننګرهار والي حیات الله حیات بیا ژمنه کوي چې له دغو کورنیو سره چې په جګړو کې یې کورونه سوځیدلي او ویجاړ شوي مرستو ته دوام ورکوي.

دی زیاتوي:«یوازې کوټ نه بلکې نورو ولسوالیو کې هم چې کورونه یې د داعش او طالب په جګړو کې وران شوي دي، موږ یې د بیا راتګ په موخه خپلې هڅې کوو، موږ به یې خدمت وکړو، د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکو پاڅون کړی او تاریخي خدمت یې کړی دی. دا زموږ دنده او هغه ژمنې چې دولت ورسره کړې دي، موږ یې په کبله تعقیبوو.»

اوس مهال کوټ ولسوالۍ د ننګرهار امنه ولسوالۍ بلل کېږي، د دې ولسوالۍ خلک تمه لري چې په کې ټولګټې پروژې پلې شي.

ملک چراغ وايي کابو دوه میاشتې یې له شپږو نورو قومي مشرانو سره د داعش په بند کې تېرې کړي چې داعش بیا هغه شپږ قومي مشران وژلي او دی یې زامنو یادې ډلې ته د ۱۵ کلاشینکوفونو د ورکړې په بدل کې خوشې کړی دی

شریک یي کړئ