Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له دفاعي حالت څخه د دولتي ځواکونه وتل او د یرغلي حالت غوره کول

ولسمشر غني وايي چې له څو ورځو راهیسې، دولتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه بهر شوي او یرغلي عمل کوي.

د ولسمشر په وینا، پر ولسي وګړو د بریدونو زیاتوالي حکومت یې دې پرېکړې ته اړ کړی دی.

ښاغلي غني څرګنده کړه:«موږ اړ یوو او ددې وس هم لرو چې د دښمن د دې کړون لپاره، له دفاعي حالته یرغلي حالت ته واړو.»

په همدې حال کې د غزني ښار اوسېدونکي نیوکه کوي چې د دغه ښار امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت پر ځای د خپل مرکزونه ساتي.

لکه څرګنده چې ویل کېږي، د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ په خپل شاوخوا کې د سوداګریز بازار څو لارې د سمنټي دېوالو په اېښودلو سره تړلي دي.

د سې‎شنبې په ورځ په غزني کې د وروستیو جګړو د قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره شول. هغه جګړې چې د طالبانو او دولت ترمنځ د دغه ښار د څو برخو لاس په لاس کېدل یې له ځان سره لرل.

له جومات څخه بهر چې دفاتجې دغه مراسم په کې ترسره شوي وو، یو کس چې د یوه ځوان انځور یې په لاس کې نیولی وايي دوه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره له هراته غزني ته راکډه شوی وه خپل ورور یې په دغو جګړو کې له لاسه ورکړی دی.

په غزني کې پښګر زال محمد وايي:«د جګړې دوه ورځ چې شنبې وه، ورور مې له کوره ووتو او شهید شو.»

دغزني له جګړو د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدو د دغه ولایت اوسېدونکي په دې باور دي چې تراوسه هم په دغه ښار کې وضعیت عادي حالت ته نه دی ستون شوی. لکه څنګه چې یو شمېر هټیوال او سوداګر په سمټي دېوالونو د یو شمېر سړکونو پر تړل کېدو په نیوکې سره وايي دغه وضعیت د دوی کار له ځوړ سره مخ کړی دی.

غزني ښار کې موبایل پلورونکی لطیف امیري وايي:«داسې حالت دی چې موږ په خپله خپلې هټۍ ته راتلای نه شو، کله چې راځو باید له ډېرو خنډو تېر شو او راشو، پېردونکی باید ارامه فضا ولري چې راشي او وپېري.»

په غزني کې بل هټۍوال خیال محمد زیاته کړه:«زموږ پېر له سل سلنې لس سلنې ته رسېدلی. موږ هېڅ پېر نه لرو او همداس هم زموږ د ډېریو توکو تاریخ تېر شوی دی.»

په همدې حال کې د غزني د یوه سوداګریز بازار یو څېښتن عبدالفتاح په دغه ولایت کې له ستونزو سره د پانګه‎والو د مخامخ کېدو کیسه کوي:«کله چې د هټۍوال په وړاندې درېږو چې زموږ کرایې چې یو یا دوه کاله یې کېږي لږ تر لږه د یوې ورځې یا یوې میاشتې یې راکړه، وايي چې په خپل کور کې اوس سل روپۍ نه لرم چې ګاز واخلم.»

د غزني سیمه‎يیز چارواکي په دغه ښار کې ځینې امنیتي ګواښونه د دغو ستونزو د رامنځته کېدو اصلي لامل ګڼي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري په ډاګه کړه:«موږ د هغو پېښو د مخنیوي لپاره چې بیا هم سوداګرو ته درون زیان ونه رسوي، هغه لارې چې په دولتي بنسټونو ختمېږي، هغه مو تړلې دي. پوهېږو چې خلک زیانمنېږي.»

په دغه راز وضعیت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه داسې ځواب لري:«په غزني ښار کې سوداګرو او هټۍوالو په وړاندې هېڅ ډول ممنانعت نشته. امنیتي ځواکونه او پولیس تل د هغوی په خدمت کې دي.»

له دې مخکې د غزني اوسېدونکو نیوکه کړې وه هغه ژمنې چې حکومت په جګړو کې د ورانو شویو برخو د بیارغونې لپاره له دوی سره کړې وې تراوسه نه دي عملي کړي.

طالبانو د زمري د اتلسمې شپې له نیمايي وروسته له څو لوریو پر غزني برید وکړ او د سبا ورځې تر غرمې مخکې پورې یې د دغه ښار ځینې برخې په واک کې وې.

له دې سره په ورته وخت کې ولسمشر غني وايي د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ملکي خلکو د بریدونو زیاتوالي حکومت دې ته اړ کړی چې دولتي ځواکونه له دفاعي حالته یرغلي هغه ته مخه کړي.

شریک یي کړئ