Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې دیني عالمان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې غواړي

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات د سولې خبرو اترو مېز ته د طالبانو د راکاږلو هڅې کوي، بدخشان ولایت کې دیني عالمان د سول د بهیر د چټکوالي غوښتنه کوي او له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

یادو دیني عالمانو پنج‎شنبې(د مرغومې ۲۷مه) فیض آباد ښار کې سره غونډه وکړه.

د بدخشان د علماو شورا مرستیال، مولوي حفیظ الله وايي:«د مسلمانانو به منځ کې اصلاح د خدای امر دی؛ آیا تاسې(طالبان) د خدای امر منئ او که نه؟»

همداراز د بدخشان ولایت د حج او اقافو رییس، نورالحق نوري په دې ناسته کې سوله د اسلامي زده کړې د پیاوړې کېدو لامل بولي.

دی زیاتوي:«پرمختګ، پراختیا، عدالت، انصاف او انډولتیا په یوه هېواد کې پر سولې او امنیت پورې تړاو لري. هغه ملتونه چې سوله نلري، ډوډۍ نلري، دین نلري.»

په همدې حال کې د بدخشان ولایت خلک هم له طالبانو دا غوښتنه لري. دوی وايي چې له جګړې ستړي شوي دي.

دوی طالبانو ته وايي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې بهیر او د هېواد پرمحتګ لپاره کار وکړي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو امریکا ته ګواښ کړی، که د سولې خبرو کې صادق نه وي، نو دا خبرې به وځنډوي

شریک یي کړئ