Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د خلیلزاد او سیاف لیدنه

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد دوشنبې(د سلواغې په ۲۹مه نېټه) د هېواد له سیاستوالو سره د لیدنو په لړ کې د پخواني جهادي مشر، عبدرب رسول سیاف سره لیدنه درلوده.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې چې له ښاغلي سیاف سره خبرو کې دواړه لورو د خبرو اترو د دوام په موخه د ټول شموله او ژمن مرکچي پلاوي پر جوړېدو هوکړه درلوده.

له بلې خوا ټاکل شوې چې د کب میاشتې په وروستیو کې د سولې خبرو اترو په موخه مشورتي جرګه جوړه او د سولې په تړاو به په کې بحث وشي.

ښاغلی خلیل‎زاد له افغان حکومته غواړي د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړولو مخکې له طالبانو سره د خبرو لپاره یو ملي او هراړخیزه پلاوی وټاکي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې اړه وايي:«دا مسله عاجله ده که‎چېرې یوه ډله جوړه شي چې په هغه کې د حکومت مشرتابه ته درناوی وشي او په ورته وخت کې نور سیاسي عناصر هم شریک وي.»

 په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري هم وايي چې د مرکچي پلاوي ترکیب د بدلون وړ دی:"د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ یو ملي ډله او یوه منسجمه ډله وي او د دغې ډلې په ترکیب کې بدلون راځي او یو داسې ډلې چې د ټولو د منلو وړ وي د سولې په دې پړاو کې جوړېږي."

دغه امریکايي سیاستوال په قدرت کې د ګډون لپاره د طالبانو د لېوالتیا خبره هم کوي.

خلیلزاد زیاتوي:"هغوی وايي چې په واک کې د ګډون لپاره لېواله دي، ځکه چې تېر حکومت یې ناکامه و. لکه چې د مجاهدینو او کمونیستانو ناکام وو."

زلمی خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر سره د طالبانو د کتنې لغوه کېدل ښه کار بولي او له سعودي عربستانه هم غواړي له پاکستان سره خپلې مرستې مشروطې کړي.

زلمي خلیل زاد په دې اړه څرګنده کړه:"سعودي عربستان د پاکستان په پرتله مهمه ونډه لري، او په یوه داسې دریځ کې دی چې کولای شي له پاکستان سره مرسته وکړي، په هغو بحثونو کې چې موږ د عربستان له ولیعهد سره لرل، هغوی مو وهڅول چې هغوی پاکستان ته خپلې مرستې په افغانستان کې د جګړې په پای کې د همکارۍ لپاره مشروطې کړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عربستان ولیعهد اوس په پاکستان کې دی او ټاکل شوې سعودي عربستان په پاکستان کې د شل مېلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.

زلمی خلیل‎زاد له طلوع نیوز سره خبرو کي له افغان حکومته له طالبانو سره د مذاکرې لپاره د یوه ملي او ټول شموله مرکچي پلاوي د جوړېدو غوښتونکی شو

شریک یي کړئ