Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره د اسلامي جمعیت یوه قومندان یوځای کېدل

د فاریاب ولایت امنیه قومندانۍ له طالبانو سره د اسلامي جمعیت یوه قومندان یوځای کېدل تائیدوي، د امنیت آمر، محمدنعیم اندرابي وايي چې غلام نبي شجاع د هغه څه له امله چې د خپلو څلورو خپلوانو د وژنې دوسیې ته یې د فاریاب د سیمه‎ییزو چارواکو بې پامي ګڼي د ګرزیوان ولسوالۍ په دره زنګ کلي کې له خپلو کابو سلو کسانو سره طالبانو ته ورغلی دی.

هغه ادعا لري چې د ګرزیوان د ولسوال ملافیض‎الله وسله‎وال د دغو څلورو تنو په وژلو کې لاس لري.

د فاریاب د امنیت آمر، محمد نعیم اندرابي وايي:«دوو تېرو ورځو کې مو په ولایت مقام کې د والي په مشرۍ په دې اړه خبرې اترې درلودې. د ملي امنیت رئيس هم وه. پرېکړه وشوه چې امیتي ځواکونه ګریزوان ته واستول شي. ښایې پر هغو کسانو هم بریدونه وشي چې د دولت مخالف وسله‎وال دي.»

اسلامي جمعیت په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د ګرزیوان ولسوالۍ سرپرست، ملافیض الله ادعا کوي چې قوماندان شجاع له پخوا راهیسې له طالبانو سره لاس درلود او د دې ډلې لخوا یې دولتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو ته د ګوزار ورکولو زمینه برابروله.

د فاریاب ولایتي شورا غړی، نور الحق محمدي زیاتوي:«څو ورځې کېږي چې له خلکو او مشرانو سره په ګریزوان ولسوالۍ کې ناستې لرو. والي صاحب او نور مشرانو مو پرې خبر کړي که ګریزوان او بلچراغ ته پام ونشي، دا ولسوالۍ به نسکورې شي او انساني ناورین به رامنځته شي.»

طالبانو په خپله یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دره زنګ سیمه کې یې خپل بیرغ پورته کړی او د سه شنبې په سهار غلام نبي شجاع له خپلو اتیا کسانو چې سپکې او درنې وسلې ورسره وې د قاري شعیب په نوم د طالبانو له قوماندان سره یو ځای شو.

د فاریاب د سیمه‎ییزو چارواکو په وینا له طالبانو سره د قوماندان شجاع په یو ځاي کېدو د دره زنګ په ګډون د ګرزیوان ولسوالۍ درې کلي هم د طالبانو لاس ته ورغلي خو ددغو سیمو د بیرته نیولو لپاره هڅې کیږي.

له بلې خوا د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر هم تاییدوي چې د اسلامي جمعیت دا سیمه ییز قوماندان په ګرزیوان ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله له طالبانو سره یو ځای شوی دی

شریک یي کړئ