Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لویې څارنوالۍ د فوټبال فډراسیون پنځه غړي ممنوع الخروج اعلان کړل

لویې ځارنوالۍ، د افغانستان فوټبال فډراسیون پنځه غړي د هېواد د فوټبال ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونې د اعاګانو په تړاو له هېواده ممنوع الخروج اعلان کړل.

د فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین، د دې بنسټ د ګول ساتونکو کمېټې مسوول نادرعالمي، د دې بنسټ سکرترجنرال سید علي رضا اقا زاده، د ولایتونو د اړیکو مسوول عبدالصبور ولي زاده او د فوټبال فډراسیون کارکوونکی رستم هغه پنځه تنه دي چې د دوی د دندو پر ځنډولو سربېره د لویې څارنوالۍ لخوا یې له هېواده پر وتو بندیز لګول شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«له څه باندې ۲۵ تنو څخه څېړنه شوې. هغه کسان چې له هېواده بهر دي، او اړتیا وه چې باید له هغوی هم مالومات اخیستل شوي وای، مالومات اخیستل شوي او یو لړ پرمختګونه شوي دي.»  

له بلخوا ګارډین ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د هېواد د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د ځورولو په اړه نوې ادعاګانې خپرې کړې دي، داسې زړه بوږنونکي ادعاګانې چې ګارډین د هېواد د فوټبال د درېیو ښځینه لوبغاړو له قوله لیکلې د امنیتي ستونزو له امله یې د دوی د نومونو له لیکلو ډډه کړې ده.

یوې دغې مېرمنې ادعا کړې چې کرام الدین کریم پرې تېری کړی او وروسته یې ګواښلې که کورنۍ او یا رسنیو ته څه ووايي هغه به ووژني.

د هېواد د فوټبال دوه نورو ښځینه لوبغاړو هم ادعا کړې چې د کرام الدین کریم لخوا له جنسي او فېزیکي ځورونې سره مخامخ شوې او دوی یې ګواښلې چې چوپه خوله پاتې شي.

د بشري حقونو بنسټونه د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د ځورولو تورونه د شرم وړ بولي او په رڼه توګه د دغو تورونو د څېړلو غوښتونکي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل څرګنده کړه:«که‎چېرې کرام‎الدین کریم دا جرمونه کړي وي، موږ له عدلي او قضايي بنسټونو په جدي توګه غوښتنه کوو چې هغه د خپلو کړو په سزا ورسوي او د دغو نجونو لپاره د حیثیت اعاده او خساره ورکړل شي.»

د حقوقي چارو کارپوه موسي فریور هم وویل:«هر کس او مقام چې د ملي عزت تر پښو لاندې کېدو لامل شوی وي، باید ترې قانوني چار چلند لاندې راوستل شي.»

په ګارډین ورځپاڼه کې د نویو خپرو شویو تورونو په اړه د کرام الدین کریم د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشوو، خو ښاغلي کریم له دې مخکې د فوټبال د ښځینه لوبغاړو جنسي او فېزیکي ځورول رد کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې دغه پرېکړه د هېواد د فوټبال ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د اعاګانو په اړه نیول شوې ده.

شریک یي کړئ