Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لینډسي ګراهام له طالبانو سره د بدې هوکړې په تړاو ټرمپ ته ګواښ وکړ

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې احتمالي هوکړې د لاسلیک په درشل کې، د امریکا یوه مشهور سناټور لینډسي ګراهام، د امریکې ولسمشر ته ګواښ کوي چې بده هوکړه کولای شي ترهګر په ټوله نړۍ کې خواره کړي.

دغه امریکایي سناټور په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې ټرمپ، باید د امریکې د مخکني ولسمشر بارک اوباما له تېروتنو درس واخلي.

هغه وايي چې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په کار کې پر طالبانو اعتماد، له ایران سره د بارک اوباما د اټومي هوکړه‎لیک له لاسلیک څخه ستره تېروتنه ده. 

ګراهام زیاتوي:«پر طالبانو اعتماد، دا چې په افغانستان کې القاعده، داعش او نور اسلامي راډیکال ډلې کنټرول کړي او د امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو ځای ناستي وي، د بارک اوباما له خوا له ایران سره د اټومي هوکړه لیک له لاسلیک څخه ستره تېروتنه ده.»

دغه امریکايي سناټور همدارنګه ویلي چې امریکايي ځواکونه پر امریکا د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې حضور لري.

ګراهام څرګنده کړه چې له طالبانو سره هر ډول هوکړه چې له ترهګرۍ سره د امریکې مبارزه له پامه وغورځوي، «هغه د سولې یوه هوکړه نه ده؛ بلکې دا پر امریکا او په ټوله نړۍ کې د دغه هېواد پر ګټو د برید لپاره لاره هواروي.»

هغه له ټرمپ څخه وغوښتل چې د خپل امنیتي ډلې سلامشورو ته غوږ کېږدي او هغه هوکړه‎لیک لاسلیک نه کړي چې بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سي ان ان د رپوټ پر بنسټ، ټاکل شوې ټرمپ له ځينو امریکايي چارواکو سره وویني او له طالبانو سره د سولې په اړه سلامشورې وکړي.

امریکایي سناټور لینډسي ګراهام په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې ټرمپ، باید د امریکې د مخکني ولسمشر بارک اوباما له تېروتنو درس واخلي.

شریک یي کړئ