Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مانټسکي:د مسکو غونډه کې به افغان حکومت او طالب استازي ګډون وکړي

په کابل کې د روسیې سفارت وايي چې ټاکل شوې ده ډېر ژر به د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه د افغان حکومت او د طالبانو د استازو په ګډون ترسره شي.

کابل کې د دغه هېواد سفیر الکسانډر مانټسکي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمو خبرو اترو د زمینې برابرو لپاره د دغه هېواد پر دریځ ټینګار کوي او وايي چې د مسکو د سولې غونډې د ترسراوي په اړه له افغان حکومت سره د مذاکرې په حال کې دی.

د دغه هېواد همدارنګه د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د امریکا د استازي وروستۍ لیدنه د سولې په بهیر کې مثبت پرمختګ بولي او د سولې خبرې اترې په افغانستان کې د جګړې یوازینۍ حل لاره بولي.

بلخوا ۱۵ افغان ډیپلوماتان چې دوه یې نجونې دي د ډپیلوماسۍ په برخه کې د دوه اوونیو روزنې لپاره روسیې ته درومي.

په دغې غونډه کې د روسیې سفیر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د نېغو خبرو اترو پر پیل ټينګار کوي.

په کابل کې د روسیې سفیر الکسانډر مانټسکي په دې اړه څرګنده کړه:«موږ اوس د مسکو د سولې غونډې د ترسراوي په اړه له افغان حکومت سره کار کوو، ټاکل شوې ده چې دغه غونډه ډېر ژر جوړه شي. موږ په دغې غونډه کې ستاسو ګاونډي، د مرکزي اسیا له هېوادونه او طالب استازي راوبول. د دې غونډې موخه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په نېغه توګه د خبرو اترو برابرول به وي.»

د روسیې د ډیپلوماسۍ انسټېټيوټ مسوول محمد سپين غر په دې اړه وویل:«له ۲۰۱۵ز تراوسه ۵۵ تنه د ډيپلوماسۍ دغو کورسونو لپاره روسیې ته تللي دي، په لومړي سر کې ۱۰ تنو په دغو کورسونو کې ګډون وکړ او اوس د افغان حکومت د غوښتنې پر بنسټ موږ د ګډون کوونکو شمېر زیات کړ او هر کال ۱۵ تنه روسیې ته استو. د دغو کورسونو جوړول د دواړو هېوادونو د ډپيلوماټانو د تجروبو د ادلون بدلون او د روسیې پر بهرني سیاست به ښه اغېزه ولري.»

که‎څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي د لید د خبرې له ټولیزې کېدو یوه اوونۍ نه تېرېږي، خو کابل کې د روسیې سیفر په افغانستان کې  د سولې د راستو لپاره د امریکا هڅې د دغه هېواد د سولې په بهیر کې مثبت ګام بولي.

ښاغلي مانټسکي زیاته کړه:«د ښاغلي خلیلزاد په اړه باید امریکا ځواب ووايي، خو غواړم چې ووایم چې له طالبانو سره د هغه لیدنه د افغانستان د سولې په بهیر کې یو مثبت ګام دی. له دې وړاندې هم روسیې ویلي وو چې افغان حکومت له طالبانو سره په مستقیمه توګه خبرې پیل کړي او دا یو مثبت پرمختګ دی.»

له دې وړاندې افغان حکومت هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له ګمارنې هرکلی کړی وه.

شریک یي کړئ