Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محب خپله چوپتیا ماته کړه، خو نه د وروستیو غبرګونونو په تړاو

څو ورځې وروسته له هغې چې د سولې په تړاو د واشنګټن د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په اړه د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب خبرو بهیر او به کور د ننه غبرګونونه درلودل، ښاغلي محب خپله چوپتیا ماته کړه، خو د شویو غبرګونونو په تړاو یې هېڅ ونه ویل.

ښاغلي محب په یوه انځوریز پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی دی د نوي کال مبارکي ویلي او زیاتوي چې راتلونکي نوي کال(۱۳۹۸) کې به هېواد کې مهمې پېښې رامنځته شي.

په دې ویډیو کې ښکاري چې حمدالله محب له ولسمشر غني سره نیالګي کینوي.

د ملي امنیت د شورا سلاکار، حمدالله محب وايي:«نوي کال کې موږ مهم موضوعات لرو چې د ولسمشرۍ ټاکنې، د سولې لویه جرګه او دریمه هم د نوي پارلمان پرانیستنه ده. هیله لرو چې راتلونکی کال به د آرامۍ او سولې کال وي.»

د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر سلاکار، حمدالله محب امریکا ته د خپل سفر پر مهال وویل چې زلمی خلیلزاد د موقت حکومت د رامنځته کولو په هڅه کې دی تر څو خپله یې مشر شي، همداراز یې ویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو روان بهیر روڼ نه دی.

د نوموړي دې خبرو په کور د ننه او بهر غبرګونونه له ځانه سره لرل، څو چې چهارشنبې کابل کې د جبهه ملي نجات ګوند په همدې تړاو غونډه درلوده.

د افغانستان د نجات ملي جبهې ګوند رییس، ذبیح الله مجددي وايي«د امنیت شورا د سلاکار څرګندونې تر یوه حده معقولې دي، ځکه د د سولې خبرې د پردې ترشا مخې ته ځي، دا تشویشونه موږ هم لرو، نور په جریان کې نه دي.»

مخکې له دې رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي وو چې امريکا ویلي له دې وروسته به د افغان ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هېڅ ډول اړېکې و نه ساتي.

د ملي یووالي حکومت د تېرو پنځو کلونو په موده کې دا لومړی ځل دی چې د سپينې ماڼې او ارګ اړیکې په دې کچه جدي ګڼل کېږي.

محب امریکا ته د خپل سفر پر مهال وویل چې زلمی خلیلزاد د موقت حکومت د رامنځته کولو په هڅه کې دی، د نوموړي دې خبرو په کور د ننه او بهر غبرګونونه له ځانه سره لرل

شریک یي کړئ