د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب وايي د سولې په برخه کيې د وسلوالو طالبانو سره د خبرو زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي محب د ناټو له عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ سره د لیدنې په ترڅ کې ویلې چې په هېواد کې د سولې په تړاو یوه اجماع را منځته شوې ده.
د ناټو عمومي منشي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د ملې امنیت شورا له سلاکار او دغه راز له امنیتي چارواکو سره لیدنې درلودې.
د ملي امنیت شورا دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په امنیتي ستونزو، سولې بهیر، اصلاحاتو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په لارو چارو خبرې کړې دي.
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې دوی په افغانستان کې د افغانانو په مشري د سولې له هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د افغان حکومت او خلکو سره پاتي کیږي.