وروسته له دې چې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د پېژندپاڼو د ویش له پیل سره مخالفت وښود، نن(یکشنبې د سلواغې۲۹مه) یو شمېر سیاستوالو هم له دې دریځ څخه ملاتړ وکړ.
د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال، محمد محقق په هغه ناسته کې چې د سره پوځ د وتو نهه ویشتم کال لمانځنې په موخه جوړه شوې وه، د پېژندپاڼو د ویش پر بهیر نیوکه وکړه او هغه یې پر بل قوم د هویت تحمیل وباله.
ښاغلي محقق زیاته کړه:«ولې باید یو هویت پر بل تحمیل کړو؟ موږ پر پښتنو وروڼو، تاجکو وروڼو، ازبکو وروڼو او هزارهو ورڼو باندې او پر خپل هویت ویاړ کوو.»
بلخوا د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی، احمد ضیا مسعود وایي، حکومت د بریښنایي تذکرو د ویش له څرنګوالي سیاسي ګټه پورته کوي او د خلکو تر منځ بې اتفاقي اچوي.
ده وړاندې وویل:«غواړي چې د افغانستان شریفو خلکو ترمنځ اړیکې خرابې کړي، سیاسي ستونزې رامنځته کړي او دا مسله سیاسي او هېواد ناورین خوا ته ولاړ شي.»
خو د ملي یوالي حکومت اجرائیه ریاست د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې د بریښنايي تذکرو ویش جنجال پارونکی بولي او له ولسمشر سره د اجرائیه رییس د خبرو د دوام خبر ورکوي.
د اجرائیه ریاست ویاند، مجیب رحیمي څرګندوي:«هیله ده چې دا موضوع د خبرو اترو له لارې د حل لار پیدا کړي.»
سره له دې یو شمېر د مدني ټولنې فعالان له حکومت څخه غواړي چې د بریښنایي تذکرو ویش ژر تر ژر پېل کړي.
مدني فعال، روح الله نیکبین څرګندوي:«دا بهیر بای پرېږدي چې خلک پيژندپاڼې واخلي.»
بل پلو په دې غونډه کې یو شمیر قومي مشران د تقنیني فرمان له مخې د بریښنايي تذکرو ویش د قانون خلاف بولي.
بلخوا قومي مشر، عبدالغنی بلوچ وايي:«تر هغې دا پېژندپاڼه نه منم چې ټول قومونه یې ونه مني.»
سره له دې ولسمشر، د ولسمشر دویم مرستیال، د هېواد لومړۍ مېرمن، د ملي امنیت د شورا سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ یو شمېر کارکوونکو د بریښنايي تذکرو د اخیستو لپاره نوملیکنه کړې ده ، د بریښنايي تذکرو اداره وايي، تراوسه څه باندې سلو کورنیو د بریښنايي تذکرو داخیستو لپاره نوملیکنه کړې ده.