Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزار کې د مخابراتي شبکو د خدماتو بندېدل؛ توطیه که امنیتي ګواښونه؟

په یوه بې مخینې اقدام سره د لومړي ځل لپاره د شنبې پر شپه (د چنګاښ په ۲۹مه) په مزارشریف ښار کې د افغان بې سیم، اتصالات، روشن او ام ټي ان شبکو فعالیتونه له اتلسو کلونو وروسته بند شول.

د دغه ښار اوسېدونکي د دغو مخابراتي شبکو د فعالیتونو له بندېدو وېرېدلي وو.

د مخابراتي شبکو ولایتي چارواکو ویلي چې هغوی د امنیتي ګواښونو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

خو د بلخ ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ګواښونه نشته او د مخابراتي شبکو دا کار د ځايي حکومت په وړاندې یوه توطیه ګڼي.

له دې پېښې وروسته د بلخ ځايي چارواکو د دغو مخابراتي شبکو له ولایتي مسوولانو سره د تړلو دروازو ترشا څو ساعته خبرې وکړې. د بلخ ځايي چارواکي د مخابراتي شبکو دا کړنه د منلو وړ نه بولي او ګواښ کوي که‎چېرې خپل دې کار ته دوام ورکړي، هغوی ته به نور د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي:«دا د بلخ د سیمه‎ييزې ادارې د بدنامولو لپاره یو سبوتاژ دی او دا کار له مخالفینو سره په همغږۍ کې شوی. دې کار ته به د بلخ سیمه‎ییزه اداره هېڅکله اجازه ورنه کړي.»

د مخابراتي شبکو ولایتي مسوولین په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول، خو د بلخ د مخابراتو رییس وايي یوازې یوې مخابراتي شبکې دغه بنسټ ته د امنیتي ګواښونو خبر ورکړی دی.

د بلخ د مخابراتو رییس تقي پویا څرګنده کړه:«په هغو ولسوالیو کې چې ناامنې دي، هلته زموږ ځينې کمپنۍ غیرفعاله دي.»

که څه هم د بلخ په درېیو ناامنو ولسوالیو کې د شپې لخوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه بندېږي خو په مزارشریف ښار کې د مخابراتي شبکو د فعالیت بندېدو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د مزارشریف اوسېدنکي اندېښنه لري که دا بهیر دوام وکړي دوی به له ستونزو سره مخامخ شي.

د بلخ ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ګواښونه نشته او د مخابراتي شبکو دا کار د ځايي حکومت په وړاندې یوه توطیه ګڼي.

شریک یي کړئ