Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسعود:حکومت او بهرنیان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته هوډ نه لري

د افغان ولسمشر اشرف غني پخوانی سلاکار احمد ضیا مسعود په هېواد  کې د جګړو او ناامنیو دوام د اندېښنې وړ بولي او حکومت د ترهګرو په ځپلو کې پاتې بولي.

ښاغلی مسعود د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د ۱۷ کالو په تېرېدو سره د افغانستان جګړه نه ختیمېږي وایي، بهرنیان د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې جدي هوډ او اراده نه‎لري.

احمد ضیا مسعود د پاکستان له لورې  پر کونړ د توغندیو باران  تېری بولي او پر حکومت نیوکه کوي چې ولې د پاکستان تېري ته باالمثل ځواب نه ورکوي.

د ولسمشر غني پخوانی سلاکار احمد ضیا مسعود د کاپیسا ولایته د لیدنې پر مهال د حکومت له واکمنۍ د یو شمېر سیمو پر وتو هم نیوکه کوي.

هغه زیاته کړه:«پر دې باید پوه شئ چې دوی نه غواړي د ترهګرو پر وړاندې جګړه وکړي او یا هم د حکومت او ترهګرو، د پاکستان څارګرې ادارې ترمنځ کوم خاینانه تړون شتون لري او یا هم د ټاکنو مسله ده چې له دوی سره باید پاکستانیان او طالبان مرسته وکړي. او یا هم کوم بل پټ څه شته چې دوی په یرغل لاس نه پورې کوي.»

احمد ضیا مسعود په نیوکې سره وايي حکومت ولې پر کونړ ولایت د پاکستان توغندويي بریدنو ته باالمثل ځواب نه دی ورکړی.

ښاغلي مسعود زیاته کړه:«کله چې د یوه هېواد الوتکه د یوه هېواد فضا ته ننوځي، کله چې د یوه هېواد په خاوره کې مرمۍ لګېږي، ملي واکمني تر پوښتنې لاندې راځي؛ ولې دوی نه شي کولای چې د افغانستان له ملي واکمنۍ څخه دفاع وکړي، ولې نه‎شي کولای د افغانستان ملي خپلواکي تمثیل کړي؟ ځکه چې دوی د سیمه‎ییزو هېوادونو له استخباراتو او ترهګرو سره په خاینانه او پټې معامله کې دي.»

اخوا د کاپیسا یوشمېر اوسېدونکي د افغانانو پر یووالي ټینګار کوي او زیاتوي د ترهګرو پر ضد باید افغانان متحد شي.

په همدې حال د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي که ضیامسعود د هېواد له کړکېچه د وتلو لپاره کومه طرحه ولري باید حکومت وسپاري.

نوموړی زیاتوي له پاکستان سره هم کوم پټ سند نه دی لاسلیک شوی.

شریک یي کړئ