Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسکوغونډه کې د سولې شورا پلاوي پر کمزورۍ نیوکې

وړمه ورځ (جمعه، د لړم اتلسمه) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې اړوند غونډه کې د طالبانو او حکومت د پلاویو په ګډون د سیمې د لسو هېوادونو استازو هم برخه درلوده.

مشرانو جرګه په دې غونډه کې د سولې شورا پر لېږلي پلاوي نیوکه کړې او هغه يې خورا کمزوری بللی دی. 

د مشرانو جرګې غړی غیرت بهیر وايي، د طالبانو دریځ غوڅ او واضح و، خو د سولې شورا پلاوې ګونګ دریځ درلود. 

هغه وویل: «د طالبانو دريځ په دې غونډه کې ډېر قاطع، غوڅ او د قوت له موقف نه و او برعکس د افغاني هئت دریځ کمزوری، مبهم او لوېدلی و.»

سولې شورا چې په دې غونډه کې د خپل مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ څلور کسیز پلاوی درلود، د مشرانو جرګې بل غړی فرهاد سخي يې هم کمزوری بولي. 

هغه وویل: «د حکومت کمزوري مې په دې کې ولیده، چې دې ناسته کې يې ډېر کمزوری پلاوی درلود.»

د مشرانو جرګې ځينو نورو غړو هم په دې اړه څرګندونې درلودې، چې د دې جرګې یوې غړې چې د سولې شورا غړیتوب هم لري، د لېږلي پلاوي سپکاوی بللی دی. 

مېرمن صدیقه بلخي وايي: «مسکو ته د لېږلي پلاوي سپکاوی، زما په نظر سم کار نه دی.»

د مسکو ناسته کې چې د طالبانو پنځو تنو هم ګډون کړی و، د ملا رسول په نوم له طالبانو جلا شوې یوې ډلګۍ دا دروغجنې هڅې بللې دي. 

د دې ډلګۍ مرستیال عبدالمنان نیازي په دې اړه څرګندونو کې ویلي: «د مسکو ناسته لکه د افغانستان دولت نورې دروغجنې ناستې، محض دروغ دي چې بېچاره خلکو ته فریب ورکوي.»

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد نصر الله ستانکزی وايي د سولې شورا پلاوی په پوره بې خبرۍ کې مسکو ته خوځېدلی: «دا پلاوی له سختې بې پروايۍ سره بحث کې ګډ شو او علت یې دا و، چې تر وروستیو ورځو د افغانستان دولت د پلاوي په لېږلو او نه لېږلو هوکړه نه کوله.»

سولې شورا کې یوه سرچینه هم دا تاییدوي چې تر غونډې دوه ورځې وړاندې لا هم د پلاوي پر لېږلو هوکړه نه وه شوې، دغه سرچینه زیاتوي دې پلاوي د ملي امنیت عمومي رییس او د ولسمشر د ملي امنیت د دفتر له مشاور سره هم ونه لیدل. 

پر دې ټولو سربېره د سولې شورا دا ناسته یوه لویه لاسته راوړنه بولي، د سولې شورا د ویاند مرستیال اسدالله بارکزی وايي: «که په افغانستان کې سوله او امنیت وي، نه د امریکا حضور ته اړتیا ده او نه هم افغانان د بهرنیو ځواکونو حضور غواړي.»

مسکو ناسته نږدې درې میاشتې وړاندې دایرېدله، چې د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه او وړمه ورځ ترسره شوه.  
 
شریک یي کړئ