کابل کې د روسیې سفارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکو دوه ورځو په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه جوړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د اپرېل په ۲۵ مه مسکو کې د افغانستان په اړه د روسیې، چین او امریکا د ځانګړو استازو په کچه غونډه جوړه شي.
ټاکل شوې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دغې غونډه کې د امریکا په استازولۍ ګډون وکړي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به د روسیې په استازیتوب په دغې غونډه کې ګډون وکړي او په دغې غونډه کې به، په دوحه کې د امریکايي او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو اترو او همدارنګه په افغانستان کې د ملي پخلاینې د لیرې لید په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.
روسیه وايي چې لوري همغږي شوي چې د افغان سولې په اړه د مسکو او واشنګټن هڅې دي چې د روسیې په وینا د سولې په اړوندو غونډو کې د افغانستان د ګاونډیو او سیمې دولتونو ګټو ته انعکاس ورکړل شي.