Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مشعل:دغزني د پولیسو په تشکیل کې څه باندې زر خیالي سرتېري شتون لري

د غزني امنیه قومندان وايي د دغه ولایت د پولیسو په تشکیل کې کابو زر تنه یې خیالي دي. فرید مشعل چې د غزني د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوی وايي په دغه ولایت کې د پولیسو پیسې تالا شوي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت په غزني کې د خیالي پولیسو شمېر کم بولي.

د غزني امنیه قومندان د دوشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د ډېرو خیالي پولیسو له شمېره پرده پورته کوي.

د غزني امنیه قومندان فرید مشعل وویل:« د مدیریت کمزورتیا طبیعي ده چې شتون لري، موږ ډېر خیالي پولیس لرل چې تراوسه ما یو زره او ۱۰۰ تنه یې پیدا کړي. د دغو یو زره او سل تنو معاش او اعاشه تالا ترغۍ کېږي.»

خو کورنیو چارو وزارت د غزني ولایت د امنیه قومندان له دې څرګندونو سره موافق نه‎دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وویل:«زه د دې پخلی نه کوم چې په دې کچه دې وي؛ خو په لیرو پرتو سیمو او ځينو ولسوالیو کې، هو تراوسه هم دا ستونزه شته.»

غزنی د هېواد د هغو ولایتونو له ډلې دی چې تل په‎کې د امنیتي ځواکونو او طالب وسله‎والو جګړې دوام لري.

د ولایتي شورا غړی نصیر فقیري وايي:«په فساد یې لاس پورې کړی او د سرتېرو له امتیازاتو، اعاشې او معاش څخه غلا کړي او د غزني امنیتي وضعیت یې له یوه کړکېچ سره مخ کړی دی.»

د ولسي جرګې غړې فاطمه نظري څرګنده وي:«په دې باور دي چې په پوستو کې د سرتېرو شمېر زیات دی؛ خو له بده مرغه کله چې بریدونه کېږي، کله چې څېړنه کېږي، پولیس ډېر کم دي چې نه شي کولای مقاومت وکړي.»

د غزني ولایت له ۱۹ اداري واحدونو یوازې د دغه ولایت ناور، جاغوري او مالستان ولسوالۍ په بشپړه توګه امن دي او په نورو ولسوالیو کې یا جګړې دوام لري او یا هم یادې ولسوالیو له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې طالبانو د غزني ولایت په څو کلیو بریدونه وکړل او حتا د دغو بریدنو لمن د ښار تر لمنې ورسېد، خو بالاخبره امنیتي ځواکونو دغه بریدونه په شاه وتمبول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه