Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي امنیت: د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید پاکستان کې پلان شوی و

د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید په پاکستان کې پلان شوی و.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې کندهار کې د تېرې ورځې برید د پاکستان په چمن سیمه کې پلان شوی و.

خبرپاڼه زیاتوي بریدګرو په منظمه توګه په پاکستان کې د ملا اغا په نامه کس لخوا سوق اداره او رهبري کېدل.

ملي امنیت د غږیزو کسټونو په استولو سره وايي چې په پاکستان کې د برید پلانونکو او بریدګرو ترمنځ خبرې دي.

د ملي امنیت د چارواکو په وینا، دا ډول کړنې د سولې د روانو هڅو د له‎منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.

کندهار کې د تېرې ورځې برید مسوولیت طالبانو په غاړی اخیستی، په دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او څه باندې سل تنه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو د ملي امنیت د دغو څرګندونو له ردولو سره وايي چې د دغې ډلې ټول بریدونه دننه په هېواد کې پلانېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه