Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پوځ یوه افسر د خپل واده د مراسمو لګښت کارګرانو ته ډالۍ کړ

د ملي پوځ یوه افسر او کوژدنې یې، په کابل کې په ساده بڼه د خپل واده په کولو سره، د دغو مراسمو لګښت یې د کابل ځينو کارګرانو ته ورکړ.

دغه ښځه او خاوند وايي چې د دا شان مراسمو ترسره کول کولای شي د ځوانانو پر مخ روښانه لار پرانیزي.

زوم حسن رضا هزاره په دې اړه وايي:«د ودونو زښته زیات لګښتونه، زموږ ځوانان بې لارۍ ته کاږي، زموږ ځوانان اړباسي چې هېواد پرېږدي، زموږ ځوانان پر نشه‎یي توکو روږدي کېدو ته اړباسي. د همدغو بې ځایه دودونو له امله نن موږ حاضر شو چې خپل محفل داسې ترسره کړو.»

ناوې شهره بانو نوروزي هم وویل:«له هغه واده چې ما او خاوند مې وکړ راضي یم. زموږ کورنۍ ډېر مخالفت وکړ او اوس هم مخالف دي؛ خو موږ مبارزه وکړه.»

خو دا دواړه په اسانۍ سره خپلې هغې هیلې ته ونه رسېدل چې له کوژدې تر واده یې په درېیو کلونو کې لرله.

 په ورځو او شپو له خپلو خپلوانو سره پر لانجو  بوخت وو ترڅو هغوی د واده ساده مراسو ترسره کولو ته راضي کړي؛ هغه هم په داسې وضعیت کې چې ویې کړای شول یو شمېر خپلوان یې ملاتړ ته وهڅوي.

د زوم له خپلوانو زهرا وايي:«نن زما لېور بریالی شو چې له یوه ځایه پیل وکړي! موږ خوشحاله یوو، لومړی زه په خپله هم راضي نه وم؛ خو اوس خوښه یم.»

د حسن رضا همکار محمد مهدي ظفري هم څرګنده کړه:« واقعاً چې دا واده له ډېرو ودونو سره توپیر لرونکی وه، که دغه واده ته د معنوي اړخه وګورو، تر ټولو ښه واده وه چې ما لیدلی دی.»

 د دې ناوې او زوم ملاتړي خپلوان چې په دې  پرېکړه کې ورسره ملګري دي مني چې په یوه ګل نه پسرلی کېږي؛ باید نور کسان هم ناوړه دودونه مات کړي او دا کورنۍ دي چې په دې برخه کې باید تر ځوانانو ډېرې هڅې وکړي او له هغوی سره مرسته وکړي .

دغه ښځه او خاوند وايي چې د دا شان مراسمو ترسره کول کولای شي چې د ځوانانو پر مخ روښانه لار پرانیزي.

شریک یي کړئ