Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م: د طالبانو له راتګ وروسته به هم مرستې دوام ولري

د سویس په ژنیو ښار کې د افغانستان او له شپېتو د ډېرو هېوادونو د استازو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته په  افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي د طالبانو له احتمالي راتګ وروسته به هم له افغانستان سره د نړۍوالو مرستې دوام ولري. 

تدامیچی یاماماتو ويلي که طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي یا هم د حکومت یوه برخه ګرځي، بیا به هم د نړۍوالو مرستې دوام ولري.

یاماماتو زیاته کړه: «دا ناسته همد اراز بېلابېلو عناصرو او د افغانستان خلکو ته یو پیغام لري، هغه دا چې ان که جنګ کوونکي او طالبان د سولې له بهیر سره یوځای کېږي او د حکومت یوه برخه ګرځي نو نړۍواله ټولنه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

د ملګرو ملتونو د دې ډاډ تر څنګ د د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم دا یو ګام بولي او له طالبانو غواړي چې دوی هم د جګړې د پای لپاره رامخکې شي: «موږ یو ګام مخکې واخیست اوس وخت طالبانو ته رارسېدلی، چې را مخکې شي او وښيي چې د جګړې د پای لپاره جدي دي.»

دا په داسې حال کې دی، چې تازه د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ويلي، چې واشنګټن د سولې په برخه کې بېړه دی او ښه به وي چې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یو توافق ته ورسېږي. 

هغه له «پې، بې، اس» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، د جګړې ټولې غاړې پر دې باور دي چې باید روانه جګړه په خبرو ختمه شي. 

ښاغلي خلیل‌زاد ویلي دوی هم او حکومت هم سیاسي حل غواړي: «موږ باوري یو او د طالبانو په ګډون ټولې جنګي خواوې وايي چې له نظامي لارې بیا ته نه‌شي رسېدلی او افغان حکومت هم وايي چې یو سیاسي حل غواړي، موږ هم وايو چې سیاسي حل غواړو.»

نوموړي یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې باید تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د خبرو اترو په برخه کې یوې پایلې ته ورسېږي.  

د «ان بې سې نیوز» د راپور له مخې ځينې امریکايي چارواکي دعوه کوي، چې زلمي خلیل‌زاد پخپل دویم سفر کې د طالبانو د مشر د مرستیال ملا محمد یعقوب اړوند له یو کس سره لیدلي، خو د دې تن او د ملا محمد یعقوب د اړیکو رښتونی پخلی نه دی شوی. 

طالبانو د هغه د دویم سفر پر مهال ویلي و، چې د قطر دفتر کې يې د دوی له استازو سره لیدلي دي، خو له خپلو مشرانو سره يې د هغه لیدل رد کړل. 

ژینو ناسته تېره ورځ پای ته ورسېده، چې پکې د د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم اعلام وکړ چې په ۲۰۱۷ز کال کې د فساد سره د مبارزې د کړنلارې په عامولو سره د فساد سره د مبارزې نیمايي موخې لاسته راغلي دي.

د ماليې سرپرست وزیز محمد همایون قیومي وايي، په تېرو څلورو کلونو کې يې تر ۳۹۰ ډېر قوانین تصویب کړي دي، هغه زیاته کړه: «فکر کوم په تېرو سلو کالو کې هم داسې کار نه دی ترسره شوی. مونږ تمه لرو چې په راتلونکو پنځو کلونو کې وکولای شو پر مرستو د متکي اقتصاد څخه ځان بساینې ته ورسو، نو له همدې امله به د خصوصي پانګې اچونې په اړه تمرکز وشي.»

ځينې اقتصادي او حقوقي کارپوهان د اصلاحاتو د راوستو او د عوایدو د زیاتوالي په تړاو د حکومت د ژمنو عملي کېدو ته د شک په سترګه ګوري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي بنسټیز کار ته اړتیا ده «که د خصوصي سکتور په اړه شته امنیتي ستونزې او فساد له منځه یو نه وړل شي، دا [پر ځان بسیاینه] ناممکنه ده.»

حقوقپوه عین الدین بهادري وايي، ستونزه دا نه ده، چې دلته قانون نشته، بلکې د «قوانینو د تطبیق او اجرا نه شتون دی، چې د قانون د تنفیذ بنسټونه قوانین نه عملي کوي.»

د ژینو په دوه ورځنۍ غونډه کې اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم پر دې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې روانه جګړه باید د خبرو اترو له لارې حل شي او هم يې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی. 
 
شریک یي کړئ