Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: په افغانستان کې پر ملکیانو دې بریدونه ژر پای ومومي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د پلاوي د مرستیالۍ دفتر (یوناما) په هلمند کې د تېر ماښام برید غندلی او پر ولسي وګړو د بریدونو د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي:« هغه برید چې ملکي وګړي له یوې سپورټي غونډې څخه د وتلو پر مهال په نښه کوي،له اخلاقي پلوه ناوړه عمل دی، دا ډول بریدونه باید سمدلاسه ودرول شي.»

تېره ورځ ماښام، په هلمند کې یوه سپورټي لوبغالي ته‎څېرمه یو موټر بم ته چاودنه ورکړل شوه چې په پایله کې یې ۱۴ تنه مړه او څه باندې ۴۰ تنه نور ټيپان شول.

دا په داسې حال کې ده چې لومړی چاودنه په کابل کې د نوي کال په لومړۍ ورځ، لږ تر لږه ۳۵ تنه ملکیان ووژل او څه باندې ۳۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

د ولسي جرګې ځينې غړي او لومړی مرستیال حکومت د امنیت په ټينګښت کې ناتوانه بولي او زیاتوي چې چارواکو ځانونه ړانده او کاڼه اچولي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون په دې اړه څرګنده کړه:«له حکومت څخه زه هېڅ ډول غوښتنه نه شم لرلای درنو استازو! حکومت هم ړوند دی او هم کوڼ دی.»

د ولسي جرګې بله غړې شکیبا هاشمي هم وايي:«په ځلونو په خپله ښاغلی ستانکزی ویلي د امنیت په داخلي کمېسیون کې یې ویلي چې تاسې له موږ ملاتړ وکړئ او زما تر څنګ ودرېږئ ما ته مالوم دي چې څوک ځانمرګي تمویل او سمبالوي.»

 خو د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، ترهګر د هېواد له پوځيانو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

هغه زیاتوي:«جګړه دوام لري د هېواد په ځينو برخو کې د مخالفو وسله‎والو خوځښتونه شته، کولای شم چې ووایم جګړه هم یوه ورسته جګړه ده، داسې جګړه نه ده چې په منظمه توګه د افغان حکومت په وړاندې جبهه‎يي وي.»

له دې ټولو سره، د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، خلک تر دې زیات د نا امنیو د زغملو توان نه لري او حکومت باید د وضعیت د ښه کېدو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

شریک یي کړئ