Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان:۹ میاشتو کې څه باندې ۸ زره مُلکي کسان مړه او ټپي شوي

د ملګرو ملتونو سازمان نوی رپوټ ښيي چې د روان زیږدیز کال په تېرو ۹ میاشتو کې ۲ زره او ۶۴۰ تنه ولسي وګړي مړه او ۵ زره او ۳۷۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه سازمان د افغانستان په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له لوړې کچې په اندېښنې سره وايي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ۶۴ سنله مسوول د دولت ضد عناصر دي او ۲۰ سلنه هم په حکومت پورې تړلي ځواکونه دي.

په ورته وخت د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم په هېواد کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري او له ښکېلو لورو غواړي چې ولسي وګړي په نښه نه کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:« په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله په بې مخینې توګه زیاتوالی موندلی، او موږ په افغانستان کې ورځ په ورځ د ولسي وګړو د قرباني کېدو شاهد یوو چې دا په افغانستان کې د بشرپالنې له نړیوالو قوانینو په څرګنده سرغړونه ده.»

د دغو شمېرو له مخې، د تېر کال د همدې موده په پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۶ سلنه راټیټه شوې، خو د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ۵۰ په سلو کې زیات شوي.

د دې رپوټ پر بنسټ، د تېرو ۹ میاشتو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه  ۲۰۵ تنه ولسي وګړو ژوند بایللی، چې له درېیو برخو نه دوه یې ښځې او ماشومان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه څرګنده کړه:«اصلي مسوولیت یې د ترهګرو په غاړه دی چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي. هغوی په قصدي توګه په استوکنیزو سیمو کې ځای پر ځای کېږي او له ملکي خلکو ډال جوړوي چې یوه روښانه بېلګه یې موږ په لوګر ولایت کې ښودلی شو.»

د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې موندل شوي، چې تېرو ۹ میاشتو کې د هوایي بریدونو له اړخه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ۳۸ سلنه مسوولیت د بهرنیانو دی او د څه باندې ۶۰ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت د افغان ځواکونو دی.

خو د امریکا د دفاع وزارت د لوی درستیز مدیر جنرال کنیټ مکینزي وايي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د جګړې قوانین په پام کې نیسي. هغه زیاته کړه:«هر هوایي برید چې کېږي، د وسله‎والو نښتو د قانونه په اډانه کې وي. او زه فکر کوم، د معاصرې جګړې په تاریخ کې، تر نورو موږ، ډېر دې قانون ته ژمن یوو.»

د ولسي جرګې غړی فکوري بهشتي په دې اړه وايي:«ترهګرو او خپلو مخالفو ځواکونو ته لاسرسۍ نه لرو، خو په کورنیو ځواکونو کې مدیریتي تشه، تر ډېره د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي چې هیله لرو مخه یې ونیول شي.»

د واشنګټن تر نوې تګلارې وروسته، د بهرنیانو هوایي بریدونه زیات شوي، هغسې چې تېره یوه میاشت کې امریکايي ځواکونو تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۸ سوه بمونه کارولي.

شریک یي کړئ