Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م له ښکېلو لورو غواړي چې دولسي وګړو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي نن سې‎شنبې (د لیندۍ په ۱۴ مه) وویل چې په افغانستان کې یې د جګړې له ښکېلو لوریو سره د اړیکې نیولو هڅه پیل کړې او موخه یې هم په جګړه کې د ولسي وګړي مرګ ژوبلې ته د پای ټکي اېښودل دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي په جګړه کې ښکېل لوري د سولې خبرو ته کېنوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د ولسي وګړو د مرګ وژبلې د زیاتوالي له کبله اندېښمن دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخکې یوازې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو زر او ۶۰۰ تنه ملکي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو څرګنده کړه:«ملګري ملتونه د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب لپاره د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو سره د اړیکې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او ټولې ښکېلې غاړې سولې ته وهڅوي.»

ملګري ملتونه په راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د مېرمنو په پراخې ونډې ټينګار کوي.

ښاغلي تدامیچي زیاته کړه:« غواړم ډاډ ورکړم چې ملګري ملتونه به په ټول توان سره هڅې وکړي ترڅو ډاډ ترسره کړي چې مېرمنې په ټاکنو کې د رایي ورکونکو، کمپاینرانو، او د ټاکنیزو نوماندانو په څېر ګډون وکړي د هغوی ګډون به ډېرمهم وي.»

خو د افغانستان په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د اندېښنې ترڅنګ د ماشومانو ښکېل کېدل جنګي جرمنونه ګڼل کېږي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي:«د سیمه‎ییزو پولیسو په منځ کې له ماشومانو څخه استفاده کېږي او هیله لرو چې دغه کار ودرول شي.»

خو د کورنیو چارو وزارت په نېږدې راتلونکي کې د پولیسو د کړنلارو  خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څرګنده کړه:«هغه تورونه چې په تېر کې پورې وو چې ګواکې ماشومان د سیمه‎ییزو پولیسو په چوکات کې شته، دا ستونزه په نښه شوې خو تراوسه هم موږ نه شو کولای چې په بشپړه توګه دغه ستونزه رد کړو.»

د افغان جګړې یوه پایله چې په دغې غونډه کې د یوې جدي اندېښنې په توګه ور څخه یادونه کېږي د کورنیو بې‎ځایه شویو زیاتوالی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مالوماتو له مخې په تېرکال کې ۲۰۰ زره کسان د کورنیو جګړو په پایله کې بې‎ځایه شوي دي.

شریک یي کړئ