Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

موبي ګروپ خپل کارکوونکي د پېښو په وړاندې بیمه کړل

په افغانستان کې د موبي ګروپ چارواکو،د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۳مه) خپل کارکوونکي د پېښو په وړاندې بیمه او د افغانستان د بیمې له شرکت سره یې تړون لاسلیک کړ.

په افغانستان کې د موبي ګروپ اجرايي رییس شفیق ګوهري د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل له هغې وروسته کله چې دغه بنسټ خپل امنیتي او د بشري منابع تګلارې وڅېړلې، پرېکړه ونیوله څو خپل ټول کارکوونکي بیمه کړي. 

د موبي ګروپ اجراییه رییس شفیق ګوهري زیاته کړه:«موږ د بیمې په اړه ډېر بحث وکړ او له همدې امله درې کاله وخت یې ونیو، دا چې له نېکه مرغه نسبي پایلې ته ورسېدو یوه بیمه چې نه شي کولای زموږ ستونزې را حل کړي خو بیا هم بیمې ته لاسرسۍ پيدا کړو او هغه د حوادثو بیمه ده که‎چېرې زموږ کارکوونکی او زموږ همکار په یوې پېښه کې ټپي کېږي یا هم معلولېږي او یا هم وژل کېږي، باید کورنۍ ته یې پاملرنه وشي.»

په څلورو وروستیو کلونو کې د موبي ګروپ ۱۱ کارکوونکي په ترهګریزو پېښو کې وژل شوي دي.

د افغانستان بیمې شرکت ريیس جمال عصفور وايي:«موږ یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړ چې په اصل کې تړون دی چې د هغه پر بنسټ د بیمې شرکت اشخاصو، شرکتونو ته د مشخصو زیانونو ویجاړي، ناورغۍ او مرګ په بدل کې د خسارې ورکړه د مشخصېو پیسو تضمین ورکوي. موبي ګروپ کاري بیمه پېرلې ده څو له خپلو ګټو ساتنه وکړي. دا ساتنه کولای شي فېزیکي زیان او یا هم ویجاړی وي د عوایدو له لاسه ورکول، له درېیم لوري سره د کار د وړتیا د ګټو کموالی، د کارکوونکو د ګټو بیمه چې د انساني سرچینو د خوندیتابه له مهمو عناصرو څخه دی، د ژوند بیمه، د روغتیا بیمه او د ټرافیکي پېښو بیمه دي.»

د طلوع نیوز ريیس لطف الله نجفي‌زاده په دې اړه وویل:«ډېر خوشحاله یم چې نن موږ ټول یوه ټکي ته رسېدلي یوو چې د موبي ګروپ د کابو اوه سوه کارکوونکو لپاره د بیمې لومړنی تړون لاسلیک کوو او هیله لرم چې دا ټولو هغو کسانو ته رسنیو او د بیان ازادۍ ته خطر دی، یو روښانه پيغام وي.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ريیس او افغانستان کې د بیان ازادۍ سفیر نادر نادري وايي، افغانستان کې د خبریالانو لپاره خوندیتوب یوه اړتیا ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ريیس نادر نادري څرګنده کړه:«د خوندیتوب رامنځته کول یوه بنسټيزه اړتیا ده. بې وزله هېواد یوو چې له بده مرغه حمایتي او خوندي لازم چت نه خصوصي سکټور لري او نه هم عامه برخه او یا هم دولت .»

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال د موبي ګروپ له دې کړنې په ستاینې له سیاست‌والو په نیوکې سره وايي، له طالبانو سره یې په هېڅ غونډه کې د بیان ازادۍ او تر خوا یې د رسنیو د پراختیا په اړه یادونه نه ده کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال محمد اقا فاضل سانچارکی زیاته کړه:«هغه کسان چې په دغې غونډه کې وو،موږ له هغوی څه ونه ورېدل چې هغوی د افغانستان د سیاسي نظام له نویو او پرمختللو او تازه لاسته راوړنو په اړه د ډموکراټیکو ارزښتونو، بیان ازادۍ، د ښځو حقونو په اړه لکه څرنګه چې لازمه وه ملاتړ او دفاع وکړي. تر ډېره یې غږ د خپله ونډه، ځای او یا هم د خپل جریان یې د راتلوونکي په ترکیب کې په پام کې نیولی چې دا د خواشینۍ ځای دی.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال سید انور سادات زیاته کړه:«که‎چېرې موږ وکړای شو چې خپل دولتي کارکوونکي بیمه کړو، دولتي بیمه کېږي او خصوصي سکټور باید خپل کارکوونکي بیمه کړي او هغه کسان چې د بې‎وزلۍ کرښې لاندې دي، هغوی باید د بې وزلۍ بیمه ولري او په یو ډول ځان خوندي کړي.»
د موبي ګروپ ريیس بیا د دې ګروپ د کارکوونکو پر موټر برید یو عاطفي ټکی بولي او زیاتوي، د دې ګروپ د کارکوونکو خوندیتوب د دوی په کاري لومړیتوبونو کې دی.

شریک یي کړئ