Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مټيس: سولې ته د رسېدو لپاره طالبان تر پراخ فشار لاندې دي

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټيس وايي چې د سوېلي اسیا تګلاره چې کابو یو کال کېږي اعلان شوې- اوس د اجرا په حال کې ده او د هغه په وینا، سولې ته د رسېدو لپاره طالبانو تر پراخ فشار لاندې دي.

ښاغلی مټیس وايي د افغانستان په جګړه کې د امریکا د تګلارې اصلي پایه سولې او پخلاینې ته متمرکزه ده او د دې جګړې د پای لپاره واشنګټن له کابل سره په نېږدې همکارۍ کې به خپله وروستۍ هڅه وکړي.

د امریکا دفاع وزیر جیمزمټیس په واشنګټن کې له خپل بریتانوي سیال سره په کتنه کې وايي تاریخ ښودلې چې د افغانستان په شان جګړې د پخلاینې له لارې پای ته رسېدای شي.

ښاغلي مټيس وویل:« د سوېلي اسیا په تګلاره کې مهمه موضوع پخلاینه ده، موږ په تاریخ کې وینو کې د افغانستان په شان جګړې د خبرو له لارې پای ته رسېدلې، د بېلګې په توګه په سوېلي افریقا او شمالي آریلند کې، نو موږ او د ناټو متحدین له افغانانو سره کار کوو، ترڅو د دوی په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې بهیر پرمخ ولاړ شي او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوو.»

جیمزمټیس په قطر کې له طالبانو سره د امریکا د حکومت د وروستۍ لیدنې په اړه ډډه کوي خو وايي له طالبانو سره خبرې روانې دي.

هغه زیاته کړه:«هېڅ شک نشته چې زموږ نوې تګلارې طالبان له یوه دلیل سره مخامخ کړي ترڅو له ولسمشر غني سره هغه اوربند ته غاړه کېږدي چې د هغه لخوا یې وړاندیز شوی او د دغه اوربندونو په اړه لازیات بحثونه وکړي، خو تراوسه هم له وخته وړاندې ده چې د پخلاینې بهیر په اړه جزییات درکړم.»

د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د دوه برابره کېدو ستاینه کوي.

د بریټانیې دفاع وزیر ګوین وېلیمسن څرګنده کړه:« نړۍ په بیړه په تیاره ځای د بدلیدو په حال کې ده، موږ وینو چې ګواښونه د زیاتېدو په حال کې دي، نه یوازې له واکمنۍ پرته برخو بلکې له هغو هېوادونو چې دولت لري هم ګواښونه زیاتېږي چې بېلګه یې روسیه ده.»

برتانیې تېره میاشت اعلان وکړ چې غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۴۵۰ تنو کابو زرو ته ورسوي.

شریک یي کړئ