Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مټیس: د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې موخه سوله ده

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر، جیمز مټیس وايي د افغانستان لپاره د دوی د تګلارې موخه په دې هېواد کې د سولې راتګ دی.

نوموړي چې امریکا کې د سولې په انسټیټیوټ کې خبرې کولې زیاته کړه د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد په دې برخه کې جدي کار کوي.

ښاغلي مټیس څرګنده کړې ده: «‎سفیر خلیل‌زاد دې مقام ته معرفي شوی دی. هغه پېژندل شوی کس دی او  افغانانو په مشرۍ د سولې راستو پر موضوع سخت کار کوي. دا هغه څه دي چې موږ پرې کار کوو او فکر کوو چې کارنده ده، خو هغه څه چې خواشینونکې ده، دا چې د پرمختګونو سره تاوتریخوالی هم پرمختګ کوي.»

په همدې حال کې ښاغلی مټیس سولې ته له رسېدو وروسته هم افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پاتې کېدل نه ردوي؛ خو وايي د امریکا ائتلاف ونډه به اوسنیو حالاتو ته په کتو د افغانستان حکومت په مشوره وي.

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان او امریکا حکومت خلاف د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې ته اشاره کوي.

دی وايي:«افغان ځوانان سره له دې چې په اګست او سپټمبر میاشت کې کابو زرو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، خو بیا هم دوی د جګړې په ډګرونو کې دي. دوی هغه څه چې طالبانو غواړي ترلاسه کړي، مخنیوی کوي؛ یعنې د ولایتونو د مرکزونو نیونه چې طالبانو ویل نیسې به یې او همداراز د ټاکنو لړۍ ګډوډول.»

تر دې وړاندې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو حکومتونو تېر کال ویلي و چې وروسته له دې به د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر نه خپروي، چې تر دې دمه يې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره نه ده خپره کړې.

په همدې حال کې د تېرې جمعې پر ورځ د امریکا لوی درستیز، جوزف ډانفورډ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې شمېرې د خپرېدو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې هرات کې د ستراتېژیکو مطالعاتو له لوري د سولې اړوند غونډې ته د افغانستان د چارو امریکايي کارپوه بارنټ روبين وویل، د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژي له نیمګړتیاوو ډکه ده.
 
ښاغلی مټیس سولې ته له رسېدو وروسته هم افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پاتې کېدل نه ردوي؛ خو وايي د امریکا ائتلاف ونډه به اوسنیو حالاتو ته په کتو د افغانستان حکومت په مشوره وي.

شریک یي کړئ