Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مټیس: د جنرال عبدالرازق وژل کېدل یوه ضایعې ده

د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وژل کېدل دننه په هېواد او له هېواده بهیر له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس جنرال عبدالرازق یو وطن پرست شخص بولي او وايي چې د هغه وژل کېدل، یوه غمیزه او ستره ضایعې ده.

ښاغلی مټیس ټینګار کوي، چې پر جنرال رازق برید به پر امنیت منفي اغېزه ونه کړي.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې په سېنګاپور کې د یوې امنيتي غونډې په څنډه کې بیان کړې.

د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د دغه ولایت د امنیت له رییس جنرال عبدالمومن حسن‎خېل سره یوځای تېره ورځ د دغه ولایت د والي په دفتر کې د ډزو په پایله کې ووژل شول او د کندهار والي زلمی ویسا هم په دغو ډزو کې ټپي شوی دی.

جېمز مټیس وايي هغه باور لري چې افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

له دې سره جوخت، ښاغلی مټیس تینګار کوي چې په افغانستان کې باید تاوتریخوالی د خبرو له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه:«موږ د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ته ژمن یوو. اوس، موږ د ټاکنو د ترسراوي په درشل کې یوو، او د افغانستان د خلکو د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.»

د امریکې دفاع وزیر زیاتوي چې هغه تراوسه په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره خبرې نه دي کړي، ښاغلي مېلر کندهار کې د تېرې ورځې په ډزو کې حضور درلود، خو هغه ته زیان نه دی رسېدلی.

شریک یي کړئ