Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مړی د یوې کورنۍ خو د ویر په ټغر یې بله کورنۍ کېنوله

ملي دفاع وزارت ننګرهار کې یوې کورنۍ ته د هغوی د هغه غړي پر ځای چې د ملي اردو سرتېری دی د بل چا جسد ورکړی چې ګواګې دا د نوموړې کورنۍ غړی دی او په جګړه کې وژل شوی دی.

۲۴ کلن حضرت الله چې نوې کوژده یې هم کړې ده، یو له هغو سرتېرو دی چې په بادغیس ولایت کې دنده لري او کورنۍ یې له تېرو لس ورځو راهیسې د هغه احوال نه لري، خو د ملي دفاع وزارت له لوري یې کورنۍ ته د شنبې پر ورځ(د کب په ۲۵مه) کابل کې یو جسد ورکړل شوی و چې ناپېژانده و او له کبله یې کورنۍ پر ویر ناسته وه.

د سرتېري ورور، فیض الله وايي:«نن یې دیارلسمه ورځ ده چې قومندان یې ماته د شهدات خبر راکړ. دا دیارلس ورځې د جګړې په ډګر کې پروت و او چا يي غم نه کاوه، کله چې مو کور ته راوړ ومو لید چې جسد پردی دی، زموږ نه دی.»                             

د سرتېري پلار، ګل فقیر زیاتوي:«ویلي یې وو چې زوی دې په سترګه لګېدلی، نور ژوندۍ دی، خو دا غږ خدای دروغ کړ.»                                 

د دې کورنۍ غړي وايي، د دغه جسد له امله کورنۍ یې په ویر شوه او حتا قبر هم ورته وکیندل شو، خو اوس چې مالومه شوه جسد د بل چا دی بېرته یې کابل ته لېږدوي. اوس هم د سرتېري حضرت الله کورنۍ د هغه د مرګ او ژوند په اړه خبر نه لري.

د سرتېري ماما، حاجي ایمل څرګندوي:«په وار وار داسې شوي دي، حکومت توجه نه کوي، سرحداتو کې سرتېري پراته دي او مرګونه یې داسې دي.»                               

د سرتېري خپلوان، شفیق الله چې ویرجن وايي:«ډېره بې غوري ده، مړی د یوه کس وي او بل ته یې تسلیموي، دا ډېره بې غوري ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد(د مرغومې په اتمه نېټه) دفاع وزارت کې د ځانګړو مراسمو پرمهال خبرې کولې، په دې وزارت کې یې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او د سرتېرو کورنیو ته د پاملرنې په اړه څرګنده کړې وه.

هغه ویلي و:«کله چې زه ملي دفاع وزارت ته راغلم نو داسې پېښې سره مخامخ شوم چې هغه هم په اندړو ولسوالۍ کې د ټپي سرتېرو بند پاتې کېدل وو. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا ډول پېښې به بیا تکرار نه‎شي؛ زه نه ویده کېږم، زه به وزارت په حرکت راولم تر څو نور زموږ سرتېري ولېږدول شي. »                    

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې ډېری کورنیو ته ناپېژانده جسدونه وروړل شوي چې حتا د هماغه کورنیو غړي بیا بېرته ژوندي کورونو ته ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ