د لومړي ځل لپاره، یوه مېرمن د میدان ښار د ښاروالې په توګه د میدان وردګو مرکز ته غوره شوې ده.
دې مېرمنې د هندوستان په پنجاب کې د اقتصاد په برخه کې ماسټري اخیستې ده او غواړي چې لا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ظریفې غفاري تر دې وړاندې په دولتي اداره کې کار نه دی کړی؛ خو څو اقتصادي پروګرامونه یې پر مخ بیولې دي.
تر اوسه په ښارونو کې د ښاروالۍ پسټونه د نرینهوو له خوا اداره کېږي او تراوسه هم ښاروالان سړیان دي.
له دې وړاندې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې، عذرا جعفري لومړنی مېرمن وه چې د دایکندي د مرکز نیلي ښارواله ټاکل شوې وه.
ظریفه غفاري په افغانستان کې دویمه مېرمن ده چې د ښاروالې په توګه غوره کېږي.
نوموړې چې په میدان ښار کې د کلونه ژوند کولو تجربه لري په وردګو کې پر ښځو محدودیتونه ډېر بولي او خوښه ده چې د میدان ښار د ښاروالې په توګه د دې کار کول به د دې لامل شي ترڅو ښځې د زده کړو او کار لپاره ډېرې هڅې وکړي.
هغې په دې اړه وویل:«په دولتي بنسټونو کې د ښځو ګډون د هغوی د توانمنۍ او وړتیا په پرتله ډېر کم دی.»
میدان وردګ د افغانستان د مرکزي ولایتونو له ډلې دی. او دا ولایت د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې طالبان په هغه کې پراخ حضور لري.